Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملابرادر په مشرۍ ایران ته د طالب پلاوي سفر

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي د ملابرادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ایران په بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د سولې په اړه ملاحظې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوی د ملابرادر په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

ملابرادر کابو یوه نیمه میاشت مخکې پاکستان ته هم سفر درلود او د دغه هېواد له  چارواکو سره یې ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې دا سفر د  افغان سولې بهیر کې د تسهیل لپاره د پاکستان د هڅو برخه بللې وه

ملابرادر په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې ولسمشر غني وايي د واشنګټن سره د کابل په اړیکو کې نوی فصل پرانستل شوی او متحده ایالات افغانستان ته د یوه کليدي شریک په توګه پېژني‎.

 ولسمشر غني ټینګار کوي چې متحده ایالات په واضح ډول له طالبانو سره تړون ته ارزونه کوي او له بیاکتنې وروسته به امریکا له کابل سره د تړون په اړه یوې حل لارې ته د رسېدو په برخه کې سلا مشورې وکړي.

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند طلوع نیوز ته په يوه پیغام کې وایي چې دا ډله د دوحې په هوکړه لیک کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه ده او زیاتوي چې که د امریکا د نوي حکومت موخه ددغه هوکړه لیک په تړاو د معلوماتو ترلاسه کول وي؛ دا ډله ستونزه نه لري.
 
بل خوا ولسمشر غني پرون د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر سره د سولې د بهیر او اوربند په تړاو خبرې کړي دي.
 
تمه کیږي چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لړ کې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا دریځ او دغه راز د ناټو د سرتېرو د حضور څرنګوالی د ناټو د دفاع وزیرانو په یوې غونډه کې په ډاګه شي.

شریک یي کړئ