Print
Print

خبرونه - افغانستان

alt

د حج او اوقافو وزارت د سه شنبې په ورځ وويل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو د مخنيوي قانون ځيني برخې د اسلامي شريعت پر خلاف دي.

د ياد وزارت مرستيال داعی الحق عابد وايې ترڅو چې پر دې قانون بياکتنه ونشې د حج او اوقافو وزارت به يې په عملي کيدو کې همکاري ونکړي .

بلخوا د ولسي جرګې يوشميرغړي ټينګار کوي چې دغه قانون له شريعت سره هيڅ مخالفت نلري او دغه وزارت اړدی چې ياد قانون پلي کړي .

دا په داسي حال کې ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په درشل کې د ولسي جرګې او مدني ټولنې يو شمير غړو د حج او اوقافو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې له دغې وزارت څخه وغوښتل چې د جوماتونو د ملاامامانو له لارې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه تبليغ وکړي او ددې قانون په پلي کولو کې ونډه واخلي خو د حج او اوقافو وزارت د نوموړي قانون ځينې برخې د اسلامي شريعت پرخلاف ګڼي.

د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعی الحق عابد وويل :« دا قانون د اسلامي شريعت خلاف دی، له دې مخې زموږ علماوو ته ستونزمنه خبره ده چې دا قانون پلی کړي او تر هغه وخته چې پر دې قانون بيا کتنه ونشي زموږ له خوا به پلی نشي. »

له بلې خوا د ولسي جرګې يو شمير غړي ټينګار کوي دغه قانون له اسلامي شريعت سره هيڅ مخالفت نلري، او که د حج او اوقافو وزارت د هغې له پلي کولو ډډه وکړي د دې جرګې له مقاومت سره به مخامخ شي.

د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخیل وويل:« دغه ملايان د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالو د زياتيدو عاملين دي ، ان يو شمير هغوی نارينه دې ته هڅوي چې ښځي ووهی او وټکوئ.»

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیم خیل وويل :« دا قانون د اسلامي شريعت خلاف ندی او د حج او اوقافو وزارت بايد هغه پلی کړي. له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.»

د دغو استازو په وينا ملاامامانو نه يوازې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه چوپتيا غوره کړې بلکه په ډيری حالاتو کې ملاامامان نارينه د ښځو په وړاندې تاتريخواليو ته هڅوي.

خبر های شبانه

رایه ورکړی

آیا قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانېستل به افغان حکومت له مخالفینو سره هوګړې ته ورسوي؟