Print
Print

خبرونه - افغانستان

alt

د کابل په پلچرخي کې د دوشنبې په ورځ د ځانمرګي بريد ل امله د ميوو د اوبو يوې توليدې کارخانې ته لس ميليونه ډالره زيان رسيدلی او څه باندي يوسلو شل تنه وزګار شوي دي.

د افغانستان د صنايعو ټولنه ددې مطلب په څرګندولو سره وايې د څرخې پله په صنعتي پارکونو کې د پوځي اډو او د تيلو د زيرمو شتون ، صنعتي فابريکې له جدې خطر سره مخ کړي دي .

ياده اداره د فابريکو ويجاړيدل د افغانستان اقتصاد ته ستر زيان بولې او د څرخې پله له صنعتي ښارګوټي څخه يې ، د پوځي اډو او د تيلو د زيرمو د ايستلو غوښتنه کړېده.

د افغانستان د صنايعو ټولنه د ځانمرګو او بمي بريدونو له امله او همداراز دنفتي زيرمو د اورلګدنې په پايله کې د زيانونو په څير د کارخانو د پرله پسې زيانونو ته په اشارې سره حکومت په بې پروايۍ تورنوي او وايې چې حکومت د هيواد د صنايعو وده ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

د افغانستان د صنايعو ټولنې رئيس خبرداری ورکوي او وايې که د کارخانه لرونکو غوښتنو ته پاملرنه ونشي دوی به خپلې کارخانې وتړي.

د افغانستان د صنايعو د ټولنې رئيس عبدالجبارصافي وويل :« له چارواکو غواړو چې صنعيتي پارکونو ته جدي پاملرنه وکړي ، د صنعتګرو ټولنې نن پريکړه وکړه که له فابريکه لرونکو څخه جدي پاملرنه ونشي خپلې کارخانې به وتړي. »

بلخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي له حکومته غواړي چې د صنعتي پارکونو امنيت په جدي توګه وساتي او له دې سيمې څخه د پوځي اډو د ويستلو غوښتونکي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو د مديره پلاوي مرستيال خان جان الکوزي وويل :« دې پانګه وال له لسو ميلوينو ډالرو څخه ډير تاوان کړی دی. ولسمشر کرزي له نورو غواړي چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دوه زره و څؤارلسم کال وروسته په خپلو پښو وديريږو، خو موږ څنګه په پښو دريداي شو کوم کس چې پانګونه کړې ملاتړ ورڅخه نه کيږي. کوم چلند چې دولت اوس له خصوصي سکټور سره کوي په بشپړ ډول د انديښنې وړ دی.»

د افغانستان د صنايعو ټولنه وايې دوی په صنعتي پارکونو کې د امنيت د نشتوالي په اړه خپلې انديښنې په رسمي ليک کې د مسولو ادارو له چارواکو سره شريکې کړي دي خو تردې دمه هيڅ ادارې دوی ته مناسب ځواب نه دی ورکړی.

خبر های شبانه

رایه ورکړی

آیا قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانېستل به افغان حکومت له مخالفینو سره هوګړې ته ورسوي؟