خبرونه - نړۍ

د امريکا يوې څيړنيزي ډلې د دوشنبې په ورځ وويل ښايي چې ايران د دوه زره و څوارلسم ميلادي کال تر نيمايي پورې د يوه اټومي بم د جوړيدو لپاره اړين مواد برابر کړي.
د علومو او نړيوال امنيت انستيتوت چې يو غير دولتی سازمان او د اټومي وسلو د پراخيدو مخالف دی ، د امريکا له خوا پر ايران د ډيرو او سختو بنديزونو د لګولو غوښتنه کړيده
ددې ډلې څيړني ښي چې ايران د اټومي وسلو د توليد لپاره کافي يورانيم ترلاسه کړي دي.
ددې ډلې په اټکل کې ويل شوي چې ايران په کافي اندازه يورانيم زيرمه کړي ، سنترفيوژونه لري او د اټومي انرژۍ له نړيوال اژانس سره همکاري نه کوي.
د امريکا متحدو ايالتونو استخباراتي ځواکونو تر اوسه دا نده مشخصه کړې چې ايا ايران د اټومي بم د جوړيدو پريکړه لري او که نه خو يوازي ويلي دي چې ايران د اټومي بم د جوړيدو لپاره د توکو د برابريدو په حال کې دی.
خو دا په داسي حال کې ده چې ايران تل ويلي اټومي فعاليتونه يې د ملکي او سوله ايزو موخو لپاره دي.