Print
Print

خبرونه - افغانستان

alt

د کندهار ولايت سيمه ايزو چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل د دوشنبې په ورځ ددې ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې د سړک د غاړي پر يوه ماين د ملکي وګړو د موټر د برابريدو له امله څلور تنه ووژل شول.

د ميانشين ولسوال روزي خان وويل چې دغه پيښه د دوشنبې په ماښام د يادې ولسوالۍ په ميانه سيمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو يو موټر پر ماين برابر شو او پکې ناست دوه ماشومان يوه ښځه او يو نارينه ووژل شول.

روز خان وويل:« ددې پيښې ټول قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي چې د کور په لور روان وو.»

د دولت مخالفين تل د افغان او بهرنيو ځواکونو د له منځه وړلو لپاره له ماينونو او چاوديدونکو توکو کار اخلي چې ډيری وختونه پکې ملکي وګړي مړه او ټپيان کيږي.

د کندهار ولايت ميانشين ولسوالۍ ددې ولايت په ختيځ کې پرته ده چې له زابل ولايت سره ګډه پوله لري.

خبر های شبانه

رایه ورکړی

آیا افغان دولت به د امن په فضا کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو وتوانیږي؟