خبرونه - افغانستان

د غزني ولايت سيمه ايزو چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل ددې ولايت په مرکزي زندان کې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې دوه بنديان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د غزني چارواکي وايي چې د پيښې ټپيان د سيمي نږدې روغتون ته ليږدول شوي دي.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي طلوع نيوز ته وويل چې دغه پيښه د سه شنبې په سهار هغه مهال پيل شوه چې پوليسو غوښتل د بنديانو ترموزونه راټول کړي ځکه يوه کس مشکوک ترموز زندان ته راوړی وو.
مقام ها گفته اند که در واکنش، زندانیان شروع به پرتاب سنگ بر پولیس زندان کردند و پولیس برای مهار کردن وضعیت بالای شان به تیراندازی پرداخت.
خو د چارواکو په وينا بنديانو ددې کار په غبرګون کې پوليس په ډبرو ووهل او پوليسو د هغوی د کنټرول لپاره ډزي وکړې.
د غزني امنيتي چارواکي وايي لومړنۍ څيړني ښيي چې په ترموز کې چاوديدونکي توکي ځای پرځای شوی وو او کوم کس چې ترموز زندان ته راوړی وو نيول شوی دی.
د غزني په زندان کې 400 کسان بنديان دي چې د ټولو د څارنې مسوليت افغان ځواکونو ته ندی سپارل شوی.
دې چارواکو زياته کړه چې يو شمير بنديان په زندان کې موبايل او انټرنټ ته لاس رسی لري.