Print
Print

خبرونه - نړۍ

alt

د پاکستان عالي ديوان په دوه زره و لسم ميلادي کال کې د مالي فساد په تور ددې هيواد د لومړي وزير راجا پرويز اشرف د نيولو حکم صادر کړ.

د پاکستان عالي ديوان همدرانګه ددې مسلې په اړه د پنځلسو نورو کسانو د نيولو حکم هم صادر کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزير د نيولو حکم په داسي حال کې صادريږي چې لس ګونو زره کسانو د يوه مذهبي کس په مشري د حکومت پر ضد په اسلام اباد کې ددې هيواد د پارلمان مخې ته مظاهرې وکړې.

په دې مظاهره کوونکو کې چې ښځي او ماشومان هم شامل دي د سمونو او ددې هيواد د پارلمان د ړنګيدو غوښتنه کوي.

ويل کيږي چې پوليس وتوانيدل چې د اوښکي بښونکي ګاز په کارولو سره مظاهره کوونکي خواره واره کړي.

د مظاهره کوونکو مشر محمد طاهر القادري وويل دی د قضايي او پوځي ادارو په همکاري د يوه لنډمهاله حکومت د جوړيدو غوښتونکی دی چې په مشري کې يې صادق او ريښتيني کسان وي.

نوموړي د يو شمير کسانو په منځ کې وويل:«زه حکومتيانو او امنيتي ځواکونو په لارښونه کوم چې ويره ونلري ، دولت به بدل شي او تاسي به له بردګي ازاد کړم. »

خبر های شبانه

رایه ورکړی

آیا قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانېستل به افغان حکومت له مخالفینو سره هوګړې ته ورسوي؟