Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان: موږ آسیا جام ته د بریا لپاره راغلي یوو

د هېواد کرکټ لوبډلې کپټان، اصغر افغان له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې لوبډله یې آسیا جام لوبو ته د بریا په موخه راغلې ده.

 ټاکل شوې ده چې د کرکټ ملي لوبډله دوشنبې(د وږي۲۶مه) د آسیا نړیوال جام څوارلسم دور لوبو کې له سریلانکا سره خپل بخت وازمايي.

دا په داسې حال کې ده چې سریلانکا خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش پر وړاندې د ۱۳۷ منډو په توپير ماته وخوړه.

افغانستان دوه ځله د سریلانکا له لوبډلې سره لوبه کړې چې لومړۍ یې د بنګله دیش ۲۰۱۴ لوبې وې او دوهم ځل هم ۲۰۱۵ کال لوبې چې نوي ځيلاند کې ترسره شوې، او دواړه واره د لوبې بریا د سریلانکا په برخه شوه.

اوس مهال ښاغلی افغان په دې باور دی چې د مخکې په پرتله لوبډله غښتلې شوې او دوی د راشد ارمان او نبي عیسی خېل په څېر باولران لري چې کولی شي ښه لوبه وکړي.

د آسیا جام سږني کال لوبې عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو کې د دې هېواد او د پښتونخوا لوبډلو ته په تمریناتولوبو کې ماته ورکړه

شریک یي کړئ