Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسمشر وایي له افغانستان نه د وتلو پر پرېکړه ولاړ دی

د امریکا پر ولسمشر جوبایډن په کور دننه او بهر سختې نیوکې دي، چې د افغانستان لپاره سیاست یې داسې شو، چې طالبانو ژر پر افغانستان ولکه وکړه.

اوس له دغو نیوکه وروسته بېګاه (دوشنبه د زمري په ۲۵ مه) جوبایډن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، چې له افغانستانه د وتلو پر پرېکړه ولاړ دی، بایډن د دې پخلی وکړ چې نیوکې پرې شوي.

جوبایډن ویلي:"زه د وتلو په پرېکړه کلک ولاړ یم. له ۲۰ کلونو وروسته وپوهېدم، چې له افغانستان نه د وتلو لپاره ښه لاره نه‌شته."

 د امریکا ولسمشر دا هم وویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو ماموریت ملت جوړول نه وو او وار له مخه، خپلې موخې ته رسېدلي: د سپټمبر د ۱۱ مې د بریدونو طراح؛ اسامه بن لادن وژل شوی او د ترهګرو پر خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی شوی دی.

جوبایډن ویلي:"زه هغه تېروتنې نه تکراروم چې تېر کې مو کړې وې، هغه څه چې د امریکا په ګټه نه وې. دا تېروتنه ده، چې کله ټوله نړۍ کې پام وړ ګټې لرو او نه شو کولی تکرارې یې کړو."

بایډن دا هم ویلې، داسې حال کې چې امریکایي سرتېري جګړې ته ژمن ول، مذاکرات نه ټکني کېدل.

د امریکا ولسمشر ویلي:"د افغانستان مشرانو و نه‌کړای شوای، چې د خپلو خلکو ګټو لپاره سره راټول شي... داسې حال کې چې هر څه کېدل. کله چې امریکایي ځواکونه هلته وو، هغوی (افغان مشرانو) هېڅ و نه‌کړل."

د امریکا ولسمشر جوبایډون ویلي:"دا غلطه خبره ده، چې د افغانستان خپل ځواکونه نه وي او امریکایي ځواکونو ته د پاتېدو امر وکړو."

جوبایډن دا ومنله، چې له افغانستان نه د وتلو لړۍ سوکه وه.

بایډن وویل:"ځینو افغانانو غوښتل ژر را و نه وځي. د دې یو دلیل دا هم وو، چې د افغانستان دولت موږ د ډلو ډلو کډوالو له رایستلو راګرځولي وو، چې بې باوري جوړه نه شي."

شریک یي کړئ