Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او روسیې ولسمشران د افغانستان وضعیت په اړه غږېدلي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي، په افغانستان کې یو پراخ‌بنسټه او ټولګډونه حکومت جوړول، په دې هېواد کې د تل‌پاتې ثبات او امنیت ته د رسېدو لپاره یوازېنۍ لار ده.

ښاغلي رئیسي دا څرګندونې پرون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لېدنه کې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د رئیسي له قوله لیکلي: «په افغانستان کې د تل‌پاتې ثبات او امنیت یوازېنۍ لار د ټولو ډلو په ګډون د پراخ‌بنسټه حکومت جوړول دي.»

بل‌پلو پوتین د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دې اړه یې له رئیسي سره خبرې کړې دي.

پوتین ویلي: «اوس‌مهال د افغانستان وضعیت هم موږ او هم تاسو ته د اندېښنې وړ دی. موږ تمه لرو چې د دې ټولو مسایلو په اړه له تاسو سره خبرې وکړو او په دې اړه ستاسو له دریځه هم خبر شو.»

د ټولګډونه حکومت جوړول هغه شرط دی چې په ځلونو د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې د ستونزو د حل په موخه پرې ټینګار شوی دی.

خو اسلامي امارت وايي، اوسني حکومت ټولګډونه دی او زیاتوي، حکومتوالي یوه کورنۍ مسئله ده او افغانانو پورې تړاو لري.

رئیسي او پوتین همداراز د دې لېدنې پر مهال په سوریه کې د مسکو-تهران د همکارۍ په ګډون د سیمې نورو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه