طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د مرغومې له ۱۳ تراوسه د هېواد په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلې له امله ۳۸ تنه مړه شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه وزارت وايي چې د وژل شویو له کورنیو سره ۵۰ زره افغانۍ او د ټپيانو له کورنۍ سره ۲۵ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
دغه وزارت ډاډ ورکوي چې دوی په کابل او نورو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي:«طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په ولایتونو کې ریاستونو ته لارښونه کړې چې په ژمي کې د پېښو لپاره بشپړ چمتووالی ولري.»
بلخوا د ټولګټو وزارت وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د درنې واورې د اورېدو له امله د هرات، غور بامیان او سالنګ د لویو لارو په ګډون ځینې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح څرګندوي؛:«د ځينو ولسوالیو نښلوونکې لارې د واورې د اورېدو له امله تړل شوې دي.»
بل خوا د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت ریاست وایي چې له پرون شپې راهیسې دغه لویه لار د مسافرو او باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت رییس عبیدالله عبید وویل:«له ټولو مسافرو او موټر چلوونکو زموږ غوښتنه دا ده چې موږ تر بلې خبرتیا د سالنګ د لویې لارې په لور حرکت ونه کړي.»
اخوا یو شمېر موټر چلوونکي چې پر دې لویه لاره تګ راتګ کوي، له مسوولانو غواړي چې د سالنګ لویه لاره ژر تر ژره د خلکو پر مخ خلاصه کړي.
یو تن له موټر چلوونکو وايي:«لارې پاکې شوې دي خو ځينو ځایونو کې واورې زیاتې دي هیله لرم چې دغه واورې هم د چارواکو له لوري پاکې شي او د ټرافیکو پر مخ تګ راتګ پرانیستل شي.»
په دې اړه مو اندونه