Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بریا

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوه شل اوریزو سیالیو په دویمه او وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د بنګله دېش ملي لوبډلې لومړی توپ اچونه وکړه او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې افغانستان ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.

فضل الحق فاروقي او عصمت الله عمرزی هر یوه د خپلې لوبډلې لپاره درې درې لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ۵۹ نه سوځېدلې منډې جوړې کړي.

افغانستان دوه ورځې مخکې د بنګه دېش په وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۶۱ منډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله.

د افغانستان او بنګله دېش ملي لوبډلو په تېرو دوو اوونیو کې د کرېکټ د لوبلړۍ درې پنځوس اوریزې او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې.

که څه هم د افغانستان او بنکله دېش لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ مساوي اعلان شوه، خو له دې مخکې بنګله دېش د پنځوس اوریزو سیالیو د دوه پرله پسې بریاوو سره د پنځوس اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه