Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د نړۍوالو ټلوېزیونونو دخپرونو درول کېدو ته غبرګونونه

په افغانستان کې نړۍوالو ټلوېزیوني رسنیو پر خپرونو د بندیزونو لګولو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
 
امریکاغږ، بي بي سي او دویچه وله په افغانستان کې د محدودیتونو د لګول کېدو له امله د خپلو خپرونو د درېدو خبر ورکوي.

د امریکا غږ شبکې سرپرست په یوې اعلامیه کې د اسلامي امارت دغه پرېکړه ځورونکې بللې او په دې تړاو یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د رسنیو د فډراسیون د مشرتابه غړی حجت الله مجددي وايي:«د نړۍوالو رسنیو بندېدل نه د افغانستان د نظام په ګټه دی او نه هم د افغانستان د خلکو په ګټه دی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا ستونزه حل شي.»

بي بي سي هم ویلي دي، چې په افغانستان کې د دې رسنۍ، د پښتو، فارسي او ازبیکي ټلوېزیونونو خبري پروګرامونه بند شوي دي، دویچه وله هم د اسلامي امارت دغه کار په افغانستان کې د رسنیو او مطبوعاتو پرآزادۍ د محدودیت د لګولو په معنی بللی دی.

د ژورنالیسټانو د ملي ټولنې مسوول، مسرور څرګندوي:«په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د محدودېدو نښه ده. موږ له اسلامي امارته غواړو چې په افغانستان کې د نړۍوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی ونه کړي، او د رسنیو ټولنې ته یو کره میکانیزم وړاندیز کړي.»

بل خوا په افغانستان کې د یوناما دفتر د اسلامي امارت دغه پرېکړه یو زړه بوږنوونکی بدلون بللی او د بې پولې خبریالانو سازمان د دغو رسنیو د خپرونو د بېرته پېلېدو غوښتنه کړې ده.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس وایي چې د نړۍوالو رسنیو د خپرونو له محتوا سره ستونزه نه لري. خو ټینګار یې دا دی،چې د دغو رسنیو د ښځینه ویاندویانو د جامو اغوستل له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او له همدې امله یې په افغانستان کې د دغو ټلویزونونو خپرونې بندې کړې دي.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس وایي چې د نړۍوالو رسنیو د خپرونو له محتوا سره ستونزه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه