Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې یو شمېر مېرمنو د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

په هرات کې لسګونو ښځو او نجونو د یوې غونډې په ترڅ کې د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو د راستنېدو غوښتنه وکړه.

دغه ښځې او نجونې وايي، د خپلو حقونو د غوښتلو په بدل کې يې خپل اعتراضونه او لاريونونه بيا پيل کړې دي او وايي، په هېواد کې باید د ښځو لپاره کاري زمینه برابره شي.

د لاریون جوړوونکې فرشته یعقوي وايي: «په دې برنامه کې غواړم یو ښکاره او څرګند پیغام ولرم، هغه دا چې ښځې له یو بل سره یووالی او انسجام لري او حقونه یې هم څرګند دي.»

د مېرمنو د حقونو فعاله فاطمه فراهي وايي: «له اسلامي امارت غواړو موږ داسې پرېنږدي چې له نړیوالې ټولنې وغواړو چې موږ له یاده و نه‌ باسي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې د افغانستان ښځې له یاده و نه‌باسي.»

یو شمېر هغه نجونې چې له شاوخوا اتوو میاشتو راهیسې ښوونځي ته له تګه بې‌برخې دي؛ په دې راټولېدنه کې یې د تړل شویو ښوونځيو د پرانیستې غوښتنه وکړه. د دوی په وینا، دا چې ښوونځي ته له تګه محرومې دي؛ نو کورنۍ یې پر رواني ستونزو اخته شوې دي.

د لسم ټولګي زده‌کوونکې زحل علوي وايي: «ډېر بد احساس لرو او دا هیله لرو چې بېرته ښوونځي ته لاړې شو. له شپږم ټولګي پورته نجونو ته زما پیغام دا دی چې ښوونځیو ته په نه ورتګ له درسونو لاس ونخلي.»

د هرات اوسېدونکې ایدا سادات زیاتوي: «کله چې له نجونو د زده‌کړو حق واخیستل شي یا له مېرمنو له زده‌کړو حق واخیستل شي، دې ته اړ کېږي چې ټول باید راپورته شي.»

د دې راټولېدنې ګډونوالې وايي، نجونې او ښځې د هېواد د نفوس نیمايي برخه جوړوي او د هغو له زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو مخنیوی به د افغانستان د راتلونکي د تیاره کېدو لامل شي.

دغه نجونې او ښځې وايي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د دیني عالمانو له غوښتنې هرکلی کړی او پر سرپرست حکومت یې غږ کړی چې د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي او زیاته کړې یې ده چې ژر تر ژره په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه