Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کارپوهان:د اماراتو پرمختګ د اسلامي هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه ده

ځينې کارپوهان د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان په وخت کې د متحده عربي اماراتو پرمختګ د اسلامي هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه ګڼي.

دوی په دې باور دي چې متحده عربي امارات په لږ وخت کې وتوانېد چې په ستر سوداګریز مرکز بدل شي.

متحده عربي اماراتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه اخیستې او د نورو پروژو ترڅنګ په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید د ښارګوټی د نږدې ۱۸۰ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د شیخ زاید مشر زوی و، چې په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته دغه مقام ته ورسېد.

هغه د برېټانیا په یوې پوځي اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او د خپل پلار له کودتا درې کاله وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ابوظبۍ امارت د ولیعهد په توګه وټاکل شو.

کله چې په ۱۹۴۸ کال کې خلیفه بن زاید نړۍ ته سترګې وغړولې، د متحده عربي اماراتو څه څرک نه لګېده، دغه مهال ابوظبۍ د کب نیولو یو ناپېژندل شوی کلی و، چې نفوس يې څلورو زرو ته رسېده، او د سیلانیانو لپاره یې هېڅ راښکون یا جذابیت نه درلود.

د شیخ خلیفه په ژوندوني نه یوازې چې د متحده عربي اماراتو په نوم یو هېواد رامنځته شو، بلکې د هرکال په تېرېدو سره د دغه ټاپووزمې عواید زیاتېدل او ورځ تر بلې یې جذابیت ډېرېده.
   
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«په سیاست کې تعادل، په اقتصاد کې تعادل، بهرنۍ پانګونه او د بهرنۍ پانګې دننه کېدل، د قوانینو رامنځته کول چې وکړای شي د بهرنۍ پانګونې دننه کېدل ډېر وهڅوي؛ د شیخ خلیفه له ځينو بنسټیزو ټکو څخه وو چې تر ډېره وخته به بېلګه وي.»

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د واکمنۍ پر مهال په اماراتو په تېره بیا دوبۍ ښار کې د پانګونې بهیر زور واخیست. افغان سوداګرو او پانګوالو هم په متحده عربي اماراتو کې پانګونو ته زړه  ښه کړ.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د رییس په وینا، د شیخ خلیفه د واکمنۍ پر مهال په دغه هېواد کې تر ۳۰۰ زرو زیات افغانان پر کار بوخت شول او مېلیونونه ډالره پانګونه یې وکړه.
      
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل په دې هکله وویل:«کابو اتیا سلنه ستر سوداګر له دېرشو کلونو له خوا په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او په بېلابېلو برخو کې کار کوي؛ موږ دلته په فري زون جبل علي کې کارخونه لرو؛ چای، سګرټ، خوراکي توکي، مبلایل، سابون او نورو برخو کې افغانان کار کوي او پانګونه یې کړې ده.»

افغان سوداګر له پنځه دېرشو کلونو راهیسې په متحده عرب امارتو کې په بېلابېلو برخو کې څه باندې لس مېلیارده ډالره پانګونه کړې ده. او متحده عرب اماراتو هم د شیخ خلیفه د واکمنۍ پرمهال له افغانستان سره ډېرې مرستې وکړې.

د متحده عربي اماراتو له لوري په خوست کې پوهنتون او په کابل کې د شیخ زاید روغتون جوړشو او په کندهار او هلمند کې لسګونه نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې لړ کې د ۱۷۹ مېلیون ډالرو په لګښت دشیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د استوګنې ښارګوټی د متحده عرب اماراتو هغه وروستۍ پروژه وه، چې کورونه یې پر خلکو په تېره بیا دولتي کارکوونکو په قسطونو سره ووېشل شول.

دغه ښارګوټي تر درې زرو درې سوو ډیر اپارتمانونه لري چې د ابوظبۍ د پراختیايي صندوق په مرسته ګټې اخیتسنې ته سپارل شوی دی.

د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي چې شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د خپلې واکمنۍ پرمهال د ختېځ او لوېدیځ ترمنځ انډول وساته او هېڅکله هم د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره په اختلافونو کې ښکېل نه شو.

د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې متحده عرب اماراتو د شیخ خلیقه د واکمنۍ پرمهال د نړۍ د واقعیتونو او د نظرونو د رنګارنګۍ په درک کولو سره د نړۍ پام ورخپل کړ او د شګو په ډاګونو کې دغه جوړ هېواد د نړۍ په ترټولو لوی سوداګریز مرکز بدل شو.

د متحده عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د جمعې په ورځ د درې اویا کالو په عمر ومړ.

د هغه د مړینې له امله په دغه هېواد کې څلوېښت ورځې عمومي ویر او درې ورځې رسمي رخصتي اعلان شوه او د شیخ زاید بل زوی او د شیخ خلیفه کشر ورور شیخ محمد بن زاید په رسمي ډول د دغه هېواد واګي په خپل لاس کې واخیستل.

د خلیفه بن زاید د مړینې له کبله له دغه هېواد سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت یو جګپوړی پلاوی هم ابوظبۍ ته تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه