Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني او بغلان اوسېدونکو زلزله ځپلو ته د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی

د غزني او بغلان یو شمېر اوسېدونکو د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو را ټولولو کمپاین پیل کړی دی. دوی وايي، په‌دې مرستو کې به نغدې پیسې، خوراکي او نور اړین توکي شامل وي.

دوی له نورو هېوادوالو هم غواړي، څو د دې مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو سره مرستې وکړي.

په غزني کې د مرستو را ټولولو کمپاین غړی عبدالرحمن وايي: «شاوخوا دېرش، پنځه دېرش او څلوېښت زره افغانۍ او کلدارۍ مو راټولې کړې دي. نورې پیسې مو نن جمعې ته پرېښي دي چې نن به خلک څومره مرسته وکړي.»

د غزني اوسېدونکي له نورو هېوادوالو هم غواړي، څو د پکتیکا او خوست ولایتونو له وروستیو زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

د غزني اوسېدونکی لطف الله وايي: «باید یوه چاروه وکړو، په‌دې مرسته کې ونډه واخلو، ټولو ته باید مرسته ورسېږي، دارو او نورو څېزونو ته اړتیا ورته لري، ورته واخیستل شي.»

بغلان اوسېدونکی احمد مسعود توانا وايي: «موږ هغه وخت یو موټي ملت کېدای شو چې یوه بغلانی د یوه پکتیايي په درد حس کړي او د یوه بغلاني درد یوه پکتیايي حس کړي.»

ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي مصطفی الله هاشمي وايي: «دوی دا برنامه پیل کړی چې د خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو له زلزله ځپلو سره مرسته وشي.»

یو دیني عالمان هم له زیانمنو شویو کورنیو سره پر مرستې کولو ټینګار کوي.

دیني عالم قاري اسدالله وايی: «الله (ج) وايي، څوک چې له چا یوه مسلمان ورور سره مرسته وکړي، د هغې دانې په څېر دی چې یو بزګر یې په ځمکه کې کري او له هرې دانې څخه اوویا ښاخونه پورته کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره پر عامو وګړو او مرستندویه بنسټونو سربېره، یو شمېر هېوادونو هم مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه