Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیکا اوسېدونکي: د لارې د خرابوالي له امله ګڼ شمېر ټپيانو ساه ورکړه

د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د لارو د خرابوالي له امله د وروستۍ مرګونې زلزلې ګڼو شمېر ټپیانو په لار کې ساه ورکړه.

دوی له مسوولو ارګانونو د دغو لارو د جوړولو غوښتنه کوي.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی منور مبارز وايي:«دا سړک هېڅکله جوړ شوی نه دی؛ ټول سړک خراب دی له همدې امله چې دلته موټر په درې ساعتونو کې رارسېږي، کله چې زلزله وشوه د هغه ټپيان یې ولسوالیو ته ولېږدول او د لارې د خرابوالي له امله ډېریو ټپيانو په لار کې ساه ورکړه.»
  
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي امير هم وویل:«کله چې زلزله وشوه ډېری ټپیان د لارې د خرابوالي له امله ساه ورکړه، ځکه هغه سړکونه چې باید یو ساعت وخت ونیسي د خراب والي له امله څه باندې درې ساعته وخت نیسي؛ که چېرې هڅه وشي چې دغه سړکونه زموږ لپاره جوړ کړي ډېره به ښه وي.»

د پکتيکا ولايت ګيان او برمل ولسوالیو ته ورتلونکي موټر له اوږدو خامو لارو او لوړو ژورو تېرېږي تر څو هلته وروستيو زلزله ځپلو ته بشري مرستې ورسوي.

مرستندويه ډلې، د لارې خرابوالی د دغو مرستو د رسېدو او د زيانمنو د ژغورنې عملياتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ یادوي.

د مرستندویه ډلې غړی ګلاب الدين څرګندوي:«لار له اندازې زیاته خرابه ده، که چېرې لارې خرابې نه وئ موږ په ۳۰ تر ۴۵ دقیقو رسېدو، خو موږ د لارې د خرابوالي له امله په دونیمو ساعتونو کې ګیان ولسوالۍ ته ورسېدو.»

د سېلاب مرستندویه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب هم وویل:«دغې سیمې ته له سوداګرو او مرستندویه بنسټونو له لارې مرستې په انفرادي توګه ډېرې زیاتې راځي.»    

ورته مهال د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د لارې له خرابوالي سره سره یې زيانمنو سيمو ته زیاتې مرستې رسولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې شپې مرګونې زلزلې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ګڼ شمېر ځاني او مالي زیانونه واړول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه