Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې له زلزلې ځپونکو سره د ځينو هېوادونو د مرستو ژمنه

د هېواد په سوېل ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې ځپلو سره ځينو هېوادونو او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د مرستې ژمنه کړې ده.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو په لړ کې دا ځل برېټانیې له زلزله ځپلو سره د دوه نیم مېلیون پونډو مرستې ژمنه کړې ده.

چې له دې منځه به دوه مېلیونه یې د سره صیلب د نړۍوالې کمېټې او ۵۰۰ زره یې د ناروې د کډوالو د شورا له لوري لګول کېږي.
 
لیز ټراس، د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیزه په یوې اعلامیه کې وايي:«وروستۍ زلزله د افغانستان د خلکو لپاره یوه غمیزه ده.  تر زلزلې مخکې هم اړتیاوې ډېرې وې او تر نیمایي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لرله.»

ورته مهال ازبیکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو لومړنۍ مرستندویه چوپه را استولې او افغانستان ته رارسېدلې ده.

د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی وایي چې ټاکل شوې ده، د دغه هېواد د مرستو بله چوپه به هم په راروانو ورځو کې افغانستان ته راورسېږي.

د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګشیوف څرګندوي:«نن موږ د دغې بشرپالې مرستې یوه برخه راوړه. دلته په لومړنۍ الوتکه کې ۲۰ ټنه اوړه، ۱۱ تنه غوړه، درمل، البسه او بوټ راوړل شوي دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیر خواه هم وايي:«له تحول راهیسې، ازبیکستان تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی. موږ دا درک کړې ده چې هغوی د افغانانو په غم غمجن او په خوشحالۍ یې خوشحاله کېږي.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزلې وروسته د کابل هوایي ډګر ته د سیمې د هېوادونو مرستې رارسېدلې دي. ترکمنستان هم د خپلو مرستو یوه چوپه افغانستان ته رالېږلې ده.
 
په کابل کې د ترکمنستان سفیر عوضوف وویل:«نن د افغانستان خلکو ته د ترکمنستان د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته راروسېده. دغه مرستې نږدې شل ټنه دي،چې جامې او خوراکي توکي په کې شامل دي.»

بل خوا د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې مسوولان وایي،چې دوی زرو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې برابرې کړې دي.

د سره صلیب د کمېټې یو مسوول الیاس وايي:«هغه بیړنۍ مرستې چې خلک ورته اړتیا لري، اوس ټولو کورنیو ته یې پيل وي.»

خو آیا دا مرستې به پر زلزله ځپلو په رڼه توګه ووېشل شي؟

د پکتیکا اوسېدونکی دولت خان څرګندوي:«موږ له شدیدو ستونزو سره مخ یوو. موږ هر ډول مرستو ته اړتیا لرو.»

بل خوا د پاکستان د بشري مرستو یوه الوتکه د خوست هوایي ډګر ته رارسېدلي ده. دغه مرسته په کابل کې د پاکستان د سفارت د یوه مسوول له لوري د هېواد د کډوالو چارو سرپرست وزیر ته سپارل شوې ده.

تر اوسه امریکا، اروپايي ټولنې، ټایوان، سوېلي کوریا، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه