په پکتېکا ولایت کې د ښځينه ډاکټرانو د کموالي په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د عامې روغتیا وزارت د دغو رپوټونو په ردولو سره وایي،چې اوسمهال د پکتېکا ولایت په بیلابیلو روغتونو کې سل ښځينه کارکوونکې پرکار بوختې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، پر دې سربېره، یو شمېرګرځنده ډلې چې ښځينه ډاکټرانې هم په کې شاملې دي، د ټپيان د درملنې لپاره زیانمنوشویو سیمو ته لېږل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«موږ یوازې په پکتیکا ولایت کې څه باندې ۵۰۰ ښځينه روغتیايي کارکوونکي لرو او له نورو ولایتونو هم ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې راغلې دي؛ فکر نه کوم چې هلته دې د ښځینه کارکوونکې کمې وي.»
بل خوا د کابل د اېمرجنسي روغتون د طبي چارو د همغږۍ مسوول زیانمنو شویو ته روغتیایي خدمتونه لږ ګڼي.
د اېمرجنسي روغتون د طبي چارو د همغږۍ مسوول ویکټور اوروسویچ وویل:«د دولت تر بدلون وروسته په افغانسان کې لومړني روغتیایي خدمتونه خورا لږ شول، نو هغه خدمتونه چې هغوی یې وړاندې کوي، د مالي وضعیت له امله ډېر کمزوري دي.»
د عامې روغتیا وزارت دغه راز یوه بله شته ستونزه د ناروغانو د رواني درملنې لپاره د رواني ناروغیو د ډاکټرانو نشتوالی دی.
د عامې روغتیا وزارت شرافت زمان امرخېل څرګنده کړه:«یوازینۍ ستونزه چې لرو ټولنیزې سلاکاران دي چې هغوی باید سیمې ته راشي او خلکو ته د روحیې ورکړې لپاره کار وکړي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو د مرګونې زلزلې ډېری قربانیان چې د درملنې لپاره د پکتیا روغتون ته لېږدول شوي، ښځې او ماشومان دي.
په دې اړه مو اندونه