د اسلامي امارت رهبر مولوي هبتالله اخندزاده نن جمعه په کابل کې دیني عالمانو سترې ناسته کې ګډون وکړ.
د اسلامي امارت رهبر د دیني ععالمانو په غونډه کې وویل، زورواکو او ظالمانو ته نه باید په واک کې ځای ورکړل شي، کنه حکومت به دوام ونه کړي.
مولوي هبت الله د اسلامي امارت له ځواکونو او واکمنو څخه غواړي چې خپل صداقت وساتي او اختلافات یوې خواته کړي.
هغه پهدې غونډه کې وویل، له نړۍ سره به د هغوی د قوانینو په تړاو په افغانستان کې جوړجاړی ونشي.
نوموړي د اسلامي امارت له مسوولانو او دیني عالمانو وغوښتل چې خپل اختلافونو یوې خوا ته کړي ګنې اختلافت به اسلامي امارت له منځه یوسي.
د اسلامي امارت رهبر پر دې باور دی چې د عدالت په تر پښو لاندې کېدو او له محاکمې پرته د خلکو په وژل کېدو سره به اسلامي امارت دوام ونه کړي.
د اسلامي امارت رهبر په دې وینا کې له نړۍ سره د تعامل، د نجونو د زده کړو او حکومتي چارو په ګډون د هېواد پر مهمو مسایلو خبرې و نه کړې، خو د اسلامي امارت له مخالفینو یې وغوښتل چې، بېرته هېواد ته راستانه شي او په وینا یې د دسیسو په لټه کې یې ونه اوسي.
په دې اړه مو اندونه