Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غورسي غوره لیګ سیالۍ به ډېر ژر له طلوع او لمر ټلوېزیونونو څخه خپرې شي

ټاکل شوې ده چې ډېر ژر د غورسي غوره لیګ سیالۍ، له طلوع او لمر ټلوېزیونونو څخه خپرې شي.

د لومړي ځل لپاره به د دغه لیګ سیالۍ د موبي ګروپ په نوښت جوړې شي او د دغو سیالیو د پیل لپاره کار له میاشتو راهیسې دوام لرلی دی.

د دغو سیالیو جوړونکي د غورسي غوره لیګ سیالیو جوړول په ټول هېواد او حتا په سیمه کې د سنتي او دودیزو سپورټونو ژوندي کېدل ګڼي.

د غوره لیګ سیالیو چمتوو کوونکی قیس نوابي وايي:«موږ هڅه کړې ده چې د غورسي سیمه ییزې لوبه ته وده ورکړو، چې ډېرې فېزیکي وړتیا ته اړتیا لري ترڅو هغه ځوانان چې په بېلابېلو څانګو کې دي وکړای شي په دغې لوبه کې هم ګډون وکړي، ترڅو وکړای شي د لوبې سیالۍ په اسیايي او نړۍوالې کچې جوړې کړي.» 

په افغانستان کې د سپورټ مخکښان په هېواد کې د دودیزو سپورټونو د پراختیا لپاره د موبي ګروپ دا نوښت ستايي او په راتلوونکي کې د هغه د ملاتړ غوښتونکي هم دي.

د ملي اولمپيک کمېټې اجرايي رییس دادمحمد پاینده اختري څرګندوي:«موږ هیله من یوو یوه ورځ وکړای شو د غورسي لوبه په رسمي او ملي توګه لکه د نورو څانګو په توګه د بدني روزنې ریاست او ملي اولمپيک کمېټې په چوکاټ کې ترسره کړو.»

غورسی یوه دودیزه لبه ده چې د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ډېرې مینه وال لري او د هېواد ستره برخه وګړي 

دغه لوبه د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په منځ کې د بېلابېلو قوانینو او معیارونو سره د هېواد په ځينو ولایتونو او کلیو کې د داور او روزنکي له حضور پرته ترسره کېږي، خو اوس د لومړي ځل لپاره دغه سیالۍ د موبي ګروپ په نوښت د افغانستان د غورسي غوره لیګ سیالیو په چوکاټ کې، په معیاري توګه د حاکمانو او روزونکو له خوا د پلازمېنې په کوربتوب د هېواد د اتو حوزو ترمنځ جوړې شوې دي.

د افغانستان د غورسي غوره لیګ روزونکي او داوران چې د دغو سیالیو د قضاوت مسوولیت لري، د موبي ګروپ په نوښت د دغو سیالیو د ترسراوي له کچې هرکلی کوي او زیاتوي که چېرې د دغې دودیزې لوبې ملاتړ وشي، ډېر ژر به د اسیا په کچې پراختیا ومومي. 

د غورسي د غوره لیګ سر روزونکي نجیب الله همدرد وویل:«د غورسي د سیالیو د ترسراوي بنسټ اېښودونکي طلوع ټلوېزیون او موبي ګروپ دي او د امتیاز څېښتن هم باید طلوع او موبي ګروپ وي د دې لپاره چې دا نوښت یې وکړ.»

د غورسي لوبغاړي له دې چې دغه دودیزه لوبه په معیاري توګه ترسره کېږي هرکلی کوي.

د شمشاد ننګیالي لوبډلې غړی خالد نوري وايي:«موږ هیله لرو چې دغه سیالۍ رسمي او نړۍوالې شي. موږ ښه لوبغاړي لرو.»

د شمشاد ننګیالي لوبډلې بل غړی میرویس هم څرګندوي:«له طلوع او لمر ټلوېزیونونو او موبي ګروپ څخه مننه کوو چې دغه سیالۍ جوړې کړي.»

د غورسي غوره لیګ کې به د شېران اسیمایي، د جیحون مبارزان، دلاوران البرز، شجاعان کهندژ، شمشاد ننګیالي، پکتیاني زړوار، د بست اتلان او مردان هریرود لوبډلو ترمنځ پيل او ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د طلوع او لمر ټلوېزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه