Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیکا ګيان ولسوالۍ يو ځل بيا سختې زلزلې ولړزوله

د پکتیکا ولایت د ګيان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي طلوع نيوز ته وايي، چې نن (دوشنبې، د چنګاښ په ۲۷مه) نږدې پنځه بجې يو ځل بيا په يادې ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه او په خبره يې چې له تېرې زلزلې پاتې کورونه يې ويجاړ کړي دي.

د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی فصل وايي چې زلزله ډېره شدیده وه، خو د ځاني زيان په اړه څه نه وايي، نوموړی زیاتوي چې د زلزلې شدت ته په کتو ښايي ځاني زيان هم ولري.

د معلوماتو له مخې نن مازديګر نږدې پنځه بجې د هېواد په سوېل ختیځ او شمال ختیځ کې نسبتاً شديده زلزله شوې خو د زيانونو په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغې زلزلې کچه د ریکټر په اندازه پنځه اعشاریه یوه درجه ښودل شوې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه