Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د 'پل سوخته' سیمې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي

د کابل ښار د شپږمې حوزې امر مولوي ذبیح الله وايي چې د کابل ښار د پل سوخته سیمه کې د ننني مازدیګر په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د شپږمې حوزې امر د طلوع نیوز خبریال ته چې د چاودنې سیمې ته تللی و، وايي چې چاودېدونکي توکي د سړک تر څنګ ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.

ویل کېږي چې په دغې چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند پل سوخته سیمه کې په نننۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نن د کابل په پل سوخته سیمه کې په داسې حال کې چاودنه کېږي چې تېره ورځ هم په دغې حوزه کې چاودنه شوې وه.

د کابل امنیه قومندانۍ د تېرې ورځې له چاودنې څو ساعته وروسته، وویل چې د «سر کاریز» سیمې په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

داعش ډلې د جمعې ورځې د برید مسوولیت منلی دی. 

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند پل سوخته سیمه کې په نننۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تصویر بندانگشتی

د کابل ښار د شپږمې حوزې امر مولوي ذبیح الله وايي چې د کابل ښار د پل سوخته سیمه کې د ننني مازدیګر په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د شپږمې حوزې امر د طلوع نیوز خبریال ته چې د چاودنې سیمې ته تللی و، وايي چې چاودېدونکي توکي د سړک تر څنګ ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.

ویل کېږي چې په دغې چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند پل سوخته سیمه کې په نننۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نن د کابل په پل سوخته سیمه کې په داسې حال کې چاودنه کېږي چې تېره ورځ هم په دغې حوزه کې چاودنه شوې وه.

د کابل امنیه قومندانۍ د تېرې ورځې له چاودنې څو ساعته وروسته، وویل چې د «سر کاریز» سیمې په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

داعش ډلې د جمعې ورځې د برید مسوولیت منلی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه