Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پلازمېنې په ځينو برخو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پر پرې کېدو نیوکې

ځينې کابل مېشتي د کابل ښار ځینو برخو کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له پرې کېدو نیوکه کوي.

دوی وايي چې له دوو ورځو راهیسې دوی د پلازمیني په ډېری برخو کې د مخابراتي شبکو انټرنیټي او ټلېفوني خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د دې چارې له امله خلک د اړیکو په ټینګولو او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شول.

کابل مېشتی وايي:«له همدې مهاله چې زه له تاسو سره خبرې کوم، یو ساعت مخکې سیمکارتونه پرې شوي دي، ډېر له سترو او لویو ستونزو سره مخ یوو. زه په خپله دلته په تمه یم. یو ساعت کېږي چې مخابراتي خدمتونه بند دي، اړیکه نه شم نیولای چې خپله ستونزه حل کړم.»

کابل مېشتی  څرګندوي:«دوه ورځې کېږي چې زموږ سیمکارتونه کار نه کوي. زموږ ټولې اجتماعي اړیکې چې د انټرنېټ او فېسبوک له لارې لرو په بشپړه توګه له ستونزو سره مخ شوي دي.»

له دې سره هم مهاله د اترا ادارې مسوولین وایي چې دا کار د کابل ښاریانو د ښه امنیت د ټینګښت په موخه شوی دی.

د اترا ادارې مطبوعاتي مسوول علي شباب وویل:«نن چې برابره ده د محرم الحرام له لسمې سره، دغه ورځ د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ زموږ په هېواد کې هم د اهل تشیع وروڼو له خوا لمانځل کېږي. د دغو مراسمو د امنیت د تامین لپاره د مخابراتو او اترا ادارې ټولو مخابراتي شبکو ته لارښونه کړې ده چې خپل مخابراتي خدمتونه ودروي.»

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په تېرو درېیو ورځو کې، په پلازمېنه کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي. د جمعې په ورځ د کابل په سرکاریز سیمه کې، د شنبې په ورځ په پل سوخته کې او د یکشنبې په ورځ هم پر آسمايي واټ کې چاودنه وشوه.

له دې سره هم مهاله د اترا ادارې مسوولین وایي چې د کابل ښاریانو د ښه امنیت د ټینګښت په موخه د مخابراتي شرکتونو خدمات پرې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه