Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سویلي اسیا د رسنیو د پيوستون شبکې له افغان رسنیو د ملاتړ غوښتنه کړې

د سویلي اسیا د رسنیو د پيوستون شبکې د یوه راپور له لارې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دې شبکې پر خبریالانو د برید، ځورولو او پر رسنیو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه کړې او له نړۍ یې غوښتي چې د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي.

د سویلي اسیا د رسنیو پېوستون شبکې په راپور کې راغلي: «له نړېوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو  کارکوونکو پر وضعیت غور وکړي. په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او رسنیو وضعت مخ پر خرابېدو دی او باید په دې تړاو ژر تر ژره ګامونه واخېستل شي. په افغانستان کې  باید د پاتې خبریالان ملاتړ وشي او د ژوند د خوندېتوب لپاره یې باید نور بشري کارونه تر سره شي.»

د اریانا نیوز د خصوصي شبکې خبریال او د سیاسي خپرونو چلوونکی عبدالصبور روفي وایي، د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوې چاودنې د خبري پوښښ پر مهال د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لارې وهل ټکول شوی دی.

د اریانا نیوز خبریال او د سیاسي خپرونو چلوونکی عبدالصبور روفي وايي: «دوه کلمې خبرو ته یې هم پرېنښودلم، یو مجاهد راودانګل، اول یې په څپېړه ووهلم، بیا یې په لرګي په سر باندې ووهلم وینې یې راباندې روانې کړې.»

بل خوا په پلازمېنه کې یو شمېر نور خبریالان وایي، د امنیتي پېښو د پوښښ پر مهال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیتونو سره مخ کېږي.

خبریال عابد مومند وايي: «د امنیتي ځواکونو له لوري اجازه نه ورکول کېږي چې پېښو ته خبرې پوښښ ورکړي چې دا د رسنیو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده، ځکه رسنۍ او د رسنیو کتونکي غواړي چې له پېښو ځان خبر کړي.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي: «د اسلامي مارت له امنیتي مسوولانو زموږ هیله دا ده چې له امنیتي پېښو واقعي وضعیت څخه د پوهاوي په خاطر رسنیو ته مالومات ورکړي.»

خو اسلامي امارت د دې راپور په ردولو سره وایي، د دوی هر ګام د خبریالانو د امنیت لپاره دی، نه د محدودیت لپاره.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «امنیتي ځواکونه د دې مسوولیت لري چې د هېوادوالو امنیت لا هم تامین شي او د بدې پېښې مخه ونیول شي. د دې لپاره چې د دوی امنیت تامین شوی وي، امنيتي ځواکونه هغه سیمه کنټرولوي او رسنۍ چې هلته ورځي له امنیتي کسانو له همغږي وروسته به ورته کومه ستونزه نه‌وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د رپوټونو له مخې، په وروستي یو کال کې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله تر دوه سوو زیاتې چاپي او تصویري رسنۍ تړل شوي او د رسنیو زرګونه کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه