Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنۍ: د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړل شي

د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو ځينې کورنیو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه په یو لیک کې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې اوه مېلیارد ډالره شتمني ازاده کړي.

هغوی وايي چې دغه پیسې د افغانستان مرکزي بانک دي او د افغانستان خلکو پورې اړوند دي. په لیک کې لیکل شوي دي چې د امریکا ولسمشر له دغو پیسو چې یو اندازه یې د سپټمبر د ۱۱ مې برید قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړي دي خپل فرمان بدل کړي.

د دغه لیک په یوې برخه کې راغلي دي:«موږ له تاسو غواړو چې، له خپل اجراییوي واکونو استفاده وکړۍ او وروستی فرمان مو بدل کړۍ او دغې مسلې ته چې، د افغانستان بانک ۷ مېلیارده ډالره شتمنۍ چې په نیویارک کې ساتل کېږي او د افغانستان د خلکو دي، ژمن پاتې شي.»

د مرکزي بانک ویاند صابر مومند وویل:«د افغانستان بانک د قانون پر بنسټ، دا شتمنۍ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او موږ پر دې ټینګار کوو. دغه شتمنۍ باید د مالي او پیسو د ثبات په موخه د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې، د افغانستان له شتمنیو درې نیم مېلیارد یې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره کنګل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي:«زموږ هڅې پر دې دي چې، د افغانستان بانک د ۳نیم میلیارده ډالرو شتمنیو لپاره مجوز ورکړ شي؛ څو د افغانستان خلک له دغو پیسې برخمن شي. موږ هڅې کوو چې، په دې برخه کې تر ټولو ښه میکانیزم جوړ کړو؛ څو ورسره ډاډمن شو چې، دغه پیسې د افغانستان خلکو ته رسېږي، نه طالبانو او نورو ترهګرو ته.»

خو اقتصاد وزارت بیا د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف ګڼي او وايي، نړۍوالو ته په کار ده چې، پر امریکا فشار راوړي؛ څو د افغانستان دغه شتمنۍ ازادې کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د امریکا له خوا د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګلېدل د بشرپاله اخلاقو خلاف او د نړۍوالو لومړنیو حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي.»

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر په یوه فرمان سره د افغانستان د شتمنیو یوه برخه د سپټمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړې؛ خو دغه چاره بیا له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه