د کابل د خیرخانې کوتل په یو جومات کې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلی دی، خو عیني شاهدان د دې پېښې د قربانیانو شمېر تر دې زیات بولي.
دا چاودنه تېره ورځ (چهارشنبه) د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند صدیق اکبر جومات کې هغه مهال رامنځته شوه چې خلکو د ماښام لمونځ کاوه.
حبیب الدین چې د خپل شپېته کلن پلار د وژل کېدو له امله خورا وېرجن دی؛ په ډېرې سختۍ سره خبرې کوي.
د وژل شوي زوی حبیب الدین وايي: «د ماښام لمونځ ته روان و. یو ځل غږ شو، زه پوه شوم چې په جومات کې دی. خبر شوم، منډه مې کړه، راومې باسته.»
د وژل شوي نږدې خپلوان قاسم وايي: «امنیت نهشته، خلک په ښار او بازار کې ګرځي، خلک ډاډه نهدي چې سهار له کوره ژوندي ځي او ماښام بېرته کور ته ژوندي راتلی شي یا نه؟»
بلخوا د کابل امنیې قوماندانۍ د صدیق اکبر د جومات د چاودنې د وژل شویو شمېر یووېشت تنه او د ټپیانو شمېر دري دېرش تنه بولي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: «یوویشت هېوادوال شهیدان شوي، د دې تر څنګ درې دېرش نور ټپیان شوي دي. د پېښې پر مهال سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي وو. تر دې دمه پورې په لټه کې دي چې د دې پېښې جنایتکاران پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.»
ورته مهال د کابل ښار د اووهلسمې امنیتي حوزې یو شمېر اوسېدونکي د چهارشنبې ورځې د چاودنې مرګژوبله تر هغې زیاته ګڼې چې د کابل د امینې قوماندانۍ له لوري اعلان شوې ده.
د پېښې شاهد عبدالقدوس وايي: «له سلو ډېر وو، کم نهوو. د جومات مولوي صاحب او د لرې ولایاتو کوچني طالبان هم شهیدان شوي دي.»
د پېښې شاهد جاوید وايي: «سوله او امنیت راشي، دغه غریب خلک نور و نه وژل شي. نور بس دی. ډېر خلک ووژل شول.»
د چهارشنبې ورځې چاودنه له کورنیو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.
د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او فضل الهادي مسلمیار د چهارشنبې ورځې ناوخته چاودنه بشري ضد جنایت او د افغانستان له خلکو سره دښمني بولي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله وايي: «پر جوماتونو او سپېڅلو مذهبي ځایونو بریدونه له اسلام او خلکو سره ښکاره دښمني ده او په هېڅ دین او قانون کې توجیه نهلري.»
د صدیق اکبر جومات ملا امام امیر محمد کابلي هم د چهارشنې ورځې د پېښې یو له وژل شویو کسانو دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پرغاړه نهدی اخیستی.
په دې اړه مو اندونه