Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان بولټن: له "طالبانو" سره د هوکړې لاسلیکول یوه "ستره تېروتنه" وه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې د هوکړې د لاسلیکولو په اړه د ډونالډ ټرمپ پرېکړه یوه ستره تېروتنه بولي.

جان بولټن له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، واک ته د طالبانو د راستنېدو د یو کال وضعیت داسې ښکارندويي کوي چې داسې یو څه شته.

د سپېڼې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون وايي: «فکر کوم په واقعیت کې تاریخ دا ثابته کړه چې دا یو خطرناک هوکړه‌لیک و. هغه موخه چې طالبانو تعقیبوله، له افغانستانه د امریکا او ناټو وتل وو. نور هرڅه یې فرعي وو. هغوی یوازې وخت ته په تمه وو. زه پر دې پوهېدم؛ نو هغوی په دوحه کې ژمنې وکړې او دغه راز یې له امریکا د وتلو  ژمنه واخیسته چې اوس په حقیقت بدله شوې ده.»

بل خوا په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی د دې هوکړه‌لیک د لاسلیکېدو له امله له  نیوکو سره مخ دی، خو ښاغلی بولټون وایي، خلیل‌زاد په‌دې تړاو رغنده رول نه درلود.

د سپېڼې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون وايي: «باید څرګند ووایم، هغه له ولسمشر ټرمپ او بهرنیو چارو وزیر پومپیو نه سپارښتنې تر لاسه کولې؛ نو د خلیل‌زاد پر کړنو چې هر راز نیوکه کېږي، باید درک شي، ځکه ټرمپ او پومپیو د هغه لارښوونه کوله.»

د هغه په وینا، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او د پام‌ وړ بهرني جنګیالي بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سپېڼې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون وايي: «هو! تر هغه بریده چې موږ یې د لېدو او تشخیص توان درلود، موږ وموندله چې د پام وړ بهرني جنګیالي بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي او د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې دي. ډېره وېره لرو او پوهېږو چې له افغانستانه د معلوماتو په برخه کې هڅې نېمګړې دي. د خطر کچه لوړه ده او که موږ هلته وای، له تر سره کېدو وړاندې به مو د ترهګریزو  پلانونو د معلومولو ښه چانس درلود. اوس موږ په بشپړ ډول پردې هرڅه نابینا نه یو او په ورته مهال په هغه دریځ کې چې یو کال وړاندې وو، اوس نه یو.»

خو اسلامي امارت په وار وار امریکا د دوحې د هوکړه‌لیک پر نقض تورنه کړې ده او ویلي یې دي،چې دغه هوکړه لیک ته  ژمن دي.

جان بولټن له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، واک ته د طالبانو د راستنېدو د یو کال وضعیت داسې ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه