طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت زارت وايي، په تېر یو کال کې طبیعي له امله له ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د سېلابونو راوتلو په افغانستان کې د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي: «په ټول کې کال کې د اسد له څلرویشت څخه بیا تر دغه اسد پورې ۱۵۱۱ کسان شهیدان وو او ۳۷۲۶ تنه ټپیان وو. همداسې ۲۳۸۲۲ په کلي او جزوي ډول تخریب شوي دي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د دغه وزارت عادي بودجه څه باندې ۱۵۰مېلیونه افغانیو ته رسېږي، خو د دې وزارت مرستیال دا بودجه د هېوادوالو د ستونزو د حل کولو لپاره کافي نه ګڼي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي: «د ۱۴۰۰ کال د وروستیو درې میاشتو عادي بودجه ۴۳ مېلیونه ۵۶۵ زره ۹۷۰ افغانۍ ده.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولانو په وینا، د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو د کورونو د جوړېدو کار یوه اوونۍ وړاندې پېل شوی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي زیاتوي، د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره یې د اوبو د زیرمه کولو داسې طرحه جوړه کړې ده چې پر بنسټ به یې د سېلابونو تګلوری بدل شي او له اوبو به هم ګټه واخېستل شي.
په دې اړه مو اندونه