Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا سفارت: افغان خبریالان له مخ په زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ولسواکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

دې سفارت په ټویټر پاڼه لیکلي، افغان خبریالان د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو او ناوړه فزیکي چلند سره مخ دي.

د سفارت په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې خبریالان د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو، ځورولو او ناوړه فزیکي چلند سره مخامخ دي.د امریکا متحده ایالات د ولسواکۍ لپاره د آزادو رسنیو اهمیت تاییدوي او له خبریالانو څخه چې په نه ستړي کېدونکي توګه خپلې دندې پر مخ بیايي ملاتړ کوي.»

همداراز د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولني رییس وايي، په تېر کال کې له ۱۳۰ ډېرو مواردو کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي او ډېری رسنۍ د بد اقتصادي وضعیت له امله تړل شوي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي: «موږ د خبریالانو پر وړاندې د موقتي نیولو، وهلو ټکولو او ډول-ډول ستونزو له ۱۳۰ څخه زیاتې قضیې ثبت کړي دي. ډېرو سختو اقتصادي ستونزو د رسنیو ټولنه زیانمنه کړې ده.»

خبریال یار محمد پردیس وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې که رسنیو ته امکانات نه برابرېږي، باید لږ تر لږه په دې برخه کې اجازه ورکړل شي چې خپل کار مخ ته یوسي.»

بل لور ته د اسلامي امارت ویاند د امریکا سفارت څرګندونو ته په غبرګون کې زیاته کړې چې دا خبرې له حقیقت څخه لرې دي او د رسنیو قانون د نهایي کېدو په حال کې دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا خبره موږ نه تاییدو دا خو د واقعیتونو خلاف ده په افغانستان کې لسګونه رسنۍ اوس فعالې دي په تېر یوه کال کې هېڅ یوه خبریال سره داسې وضعیت نه دی شوی چې خدای مه کړه د مرګ ژوبلې سبب شي.»

امریکا سفارت داسې مهال د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې د بې پولې خبریالانو په تازه راپور کې ویلي و، په تېر یوه کال کې افغانستان ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي بې‌روزګاره شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه