Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سپورټ مشرتابه ته د اولمپیک نړۍوالې کمېټې ګواښ

د اولمپيک نړۍوالې کمېتې د افغانستان د سپورټ مشرتابه ته ګواښ کړی چې د پاریس ۲۰۲۴ اولمپيکي لوبو کې د افغانستان د حضور لپاره په دغه هېواد کې سپورټ ته د ښځو او نجونو لاسرسی، شرط دی.

رویټزر راپور ورکړی چې د اولمپيک نړۍوالې کمېټې اجرايي بورډ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سپورټ د بندیزونو په هکله، سخت اندېښمن دی.

د اولمپيک نړۍوالې کمېټې اجرايي بورډ په افغانستان کې د نجونو او ښځو د سپورټ په هکله ویلي:«د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپيکي لوبو کې د افغانستان د اولمپیک د ملي کمېټې د پلاوي حضور، افغانستان کې سپورټ ته د ښځو او نجونو په لاسرسي پورې تړلی دی.»

دغې کمېټې همدارنګه ویلي دي چې ښځينه لوبغاړې باید په هغو لوبډلو کې چې د ۲۰۲۴ کال په اولمپيکي لوبو کې ګډون کوي، حضور ولري. د دې سربېره، دغه کمېټه د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د ښځو د حضور غوښتنه هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار بنسټ په روانه اوونۍ کې د اولمپيک له نړۍوالې کمېټې غوښتي و‎، چې په افغانستان کې په ښځيه لوبغاړو د بندیزونو له امله، په نړۍوالو سپورټي لوبو کې د دغه هېواد د ګډون مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په دغه هېواد کې نجونې له سپورټي فعالیتونو څخه منع کړل شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه