Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې اوسېدونکي: د برېښنا پرچاوۍ ډېرېدو سره د ژوند چارې ټکنۍ شوي

په پلازمېنې او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا د پرچاویو ډېرېدو سره یو شمېر کابل میشتي وايي، په کابل کې د برېښنا دوامداره پرې کېدو د دوي کاري او کورنۍ چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، څو خلکو ته د برېښنا رسولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي او باید ډېر ژر دغه ستونزه حل کړي.

د کابل اوسېدونکی مالیار وايي: «واورې ډېر دي، برق بېخي نه‌شته، په تېر دولت کې د برق بېل دومره نه راته، اوس برق نه‌شته، خو بېلونه ډېر راځي او د برق مشکلات بېځي ډېر دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی میوند زیاتوي: «تاسو پوهېږئ چې هر څه په برېښنا کېږي، که برېښنا نه‌وي، اوبه نه‌شته، خبر نه‌شته، ټلوېزیون نه‌شته، راډیو نه‌شته او برېښنا چې نه‌وي، خلک ټلوېزیون نه اخلي، که برېښنا نه‌وي، نه‌شې کولای په کور کې موبایل چارج کړې، پر کار ۹۰ سلنه نه؛ بلکې ۹۵ سلنه اغېز یې کړی.»

د کابل اوسېدونکی حمیدالله احمدي وايي: «له اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده چې د برېښنا بندونو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو د پرمختګ لور ته لاړ شو.»

له دې سره سم، د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس وايي، د برېښنا شرکت مسوولان د خلکو د ستونزو د حل لپاره په لنډ مهالي توګه باید د کابل د تره‌خېل له حرارتي برېښنا ډېره استفاده وکړي او ورسره له تاجکستانه د ډېرې برېښنا ورکړې غوښتنه هم وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب وايي: «د خلکو د ستونزو لنډ مهال حل لپاره باید د ورځې او د شپې له خوا د تره‌خېل جانېټرونه ولګول شي، دویم باید له تاجکستان سره خبرې وشي او په بېړني حالت کې د تاجکستان برېښنا ورسره کولای شي، مرسته وکړي.»

برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان له ۱۰۰ میګا واټه وارداتي برېښنا یوازې ۹۰ مېګاواټه یې کابل ته رارسېږي او په وینا یې دغه شرکت په دې برېښنا او کورنیو تولیداتو سره نه‌شي کولی د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي.

د کابل برېښنا رییس حکمت‌الله اخندزاده وايي: «په دومره سړه هوا کې له داخلي تولید نه، که هغه حرارتي ده، که هغه ماهیپر، سروبی او نغلو دی، له داخلي برېښنا نه پوره کېږي.»

د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې، کابل ښار ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو وارداتي او توليدي برېښنا ټول ټال شاوخوا ۴۵۰ میګاواټه برېښنا کېږي.

د ویلو ده چې افغانستان له ازبکستان سره د ۴۲۰ میګاواټه برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړی، خو اوس دغه هېواد یوازې ۱۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان له ۱۰۰ میګا واټه وارداتي برېښنا یوازې ۹۰ مېګاواټه یې کابل ته رارسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه