Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کانکور ازموینه کې د ښځينه‌وو پر ګډون بندیز

د لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته حکم کړی دی چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د ښځينه‌وو ګډون کوونکو نوم‌لیکنه ونه کړي.

په دغه مکتوب کې راغلي دي چې د نجونو محصلانو نوم‌لیکنې ته تر «امر ثاني» پورې اجازه نشته او د هغه له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.

د لوړو زده کړو وزارت په ګرم‌سیر ولایتونو کې د کانکور د ازموینې نېټه د سلواغې میاشتې له اتمې تر ۲۱ پورې او په سړو ولایتونو کې د کب میاشتې له شپږمې تر ۱۵مې نېټې اعلان کړې ده.

دا په داسې کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت په لیندۍ میاشت کې د ښځینه‌وو زده کړیالانو د زده کړو بهیر تر امر ثاني پورې ځنډولی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه