Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د پوسټي خدمتونو او له دې درکه د عایداتو ډېرېدل

د افغان پست دولتي شرکت مسوولان وايي، د دې شرکت پستي خدمات زیات شوي دي.

د دې شرکت د پراختیا او سوداګرۍ رییس وایي، اوس‌مهال دا شرکت د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې خدمات لري او له دې لارې یې عواید ډېر شوي دي.

ذبیح‌الله عمر زیاتوي: «د دې کال په جریان کې ۸۰، ۹۰ او تر ۱۰۰ مېلیونه شاوخوا کې عایدات لرو او د امارت له راتګ وروسته مو له لګښت پرته، ۲۰۰ مېلیونه عایدات تر لاسه کړي.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي له اسلامي امارته غواړي چې د دې شرکت کارونه وزارتونو ته هم وغځوي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی وايي: «دفتر په دفتر ګرځېدلم، څو اسنادونه مې طی مراحل کړل او وتوانېدلم چې په بهرنیو چارو وزارت خپله شهادت‌نامه ټاپه کړم.»

د کابل اوسېدونکې یسرا وايي: «پلار به مې زموږ د درې کلونو نمرو تر لاسه کولو په خاطر ډېر سرګردانه کېده، خو اوس ډېرې اسانتیاوې رامنځ‌ته شوي او کولای شو به جنجال او سختۍ پرته خپلې نمرې واخلو.»

د افغان پوسټ دولتي شرکت د مسوولانو په وینا، مخابراتي خدمات هم دغه شرکت ته سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه