Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز پر پوله "د روغتیا کارت" بیې له لوړوالي د هېوادوالو شکایت

یو شمېر هېوادوال چې په قانوني توګه د نیمروز له لارې ایران ته سفر کوي، په‌دې ولایت کې "د روغتیا کارت" له لوړې بیې شکایت کوي.

دوی وایي، د روغتیا کارت باید د ایران د سرې میاشتې له لوري په وړیا توګه ورکړل شي، خو د کارت د اعتبار لنډې نیټې سربېره په لوړه بیه پلورل کېږي.

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی مینا ګل وايي: «دغه ورقه یې موږ ته راکړې ده، د دې روغتیا کارت بیه څلور سوه افغانۍ ده، دا باید موږ ته په وړتیا ډول راکړل شي، خلک څلور سوه افغانۍ نه‌لري.»

د غزني اوسېدونکی رحمت الله په‌دې اړه وايي: «دا باید په وړیا ډول ورکړل شي، وخت یې هم کم دی، د اعتبار نېټه یې شل ورځې ده، باید د دواړو لوریو مسوولان دې ته پاملرنه ورکړي.»

د نیمروز اوسېدونکی راز محمد زیاتوي: «دا کارت بلې غاړې ته کوم اعتبار نه‌لري.»

بل‌خوا، په نیمروز کې یو شمېر سوداګر د دغو کارتونو د اعتبار له لنډې نیټې اندېښمن دي.

په نیمروز کې یو سوداګر نور احمد وايي: «یوازې ورته ګوري او لرې یې غورځوي، کوم سېسټم نه‌شته چې ثبت یې کړي چې ایران ته دننه شې باید هلته هم ثبت وي چې دا خلک د روغتیا کارت لري.»

ورته مهال، د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وایي، دغه موضوع یې نیمروز ته له راغلي ایراني پلاوي سره شریکه کړې وه او ایراني لوري یې د هواري ژمنه کړې ده.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام وايي: «زموږ کوم افغان وروڼه چې په پاسپورټ ځي، د دوی کارت سلامت موضوع وه او په راتلونکې کې به دغه کارت سلامت درې میاشتې وخت ولري.»

د طلوع‌نیوز خبریال هڅه وکړه چې په‌دې اړه په نیمروز کې د ایران د سرې میاشتې دفتر مسوولینو نظر هم تر لاسه کړي، خو هغوی په‌دې اړه څرګندونو ته چمتو نه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه