Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۱ کال کې د سرپرست حکومت په وړاندې سیاسي هسکې او ټيټې

۱۴۰۱ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره په سیاسي او ډیپلوماټيک برخه کې له لوړو او ژورو ډک کال و.

له نړۍ سره د کابل د ډیپلوماټیکو اړیکو په لړ کې، که څه هم کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژاند، خو ځینو هېوادونو د افغانستان په څو کونسلګریو او سفارتونو کې د اسلامي امارت ځینې ډیپلوماټان منلي دي.

په ترکیه کې د افغانستان کونسلګري، په ایران کې د افغانستان سفارت او په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګري، هغه ځایونه وو چې د اسلامي امارت ډيپلوماټانو ته وسپارل شول.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند ضیاء احمد تکل تر دې مخکې ویلي و:«د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو وطنوالو لپاره د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ را نه شي د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو ډپيلوماټانو یو اوه کسیزه ټیم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوه.»

اروپايي ټولنې، هند، متحده عربي اماراتو، روسیې، ازبیکستان، چین او پاکستان او ځینو نورو هېوادونو په کابل کې خپلو ډيپلوماټيکو فعالیتونو ته دوام ورکړ، خو سعودي عربستان د دغو هېوادونو پر پله پل کېنښود او خپل ډیپلوماټان او کارکوونکي یې پاکستان ته ولېږدول.

د یوناما مرستیال مارکس پوټزل له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت د څارنې لپاره دې په دغه هېواد کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څرګندوي:«زه له هغو هېوادونو مننه کوم چې په کابل کې یې سیاسي نماینده ګۍ، د سیاسي پرمختګونو له امله نه دي تړل شوي او فعاله دي او له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوم چې په پوره ډاډ سره په افغانستان کې خپلې سیاسي نماینده ګۍ بېرته پرانیزي.»

په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان په تړاو څو غونډې وشوې، خو هېڅ یوې دغې غونډې ته اسلامي امارت ونه بلل شو. کابل تل دا خبره کړې ده، چې هره هغه غونډه چې د افغانانو په ګټه وي، ترې ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی سنګر امیر‌زاده وايي:«یوازینۍ لار چې موږ یې کولای شو د یوه ټولیزې هوکړې په توګه وروستۍ شخړې حل کړو، خبرې اترې دي او هغه خبرې اترې چې په ملي کچه وشي او لږ تر لږه اسلامي امارت ورته وغوږ شي چې خلک څه وايي؟ دا د حل لار ده له هغې پرته، چې په یوازیتوب لار کوم ځای ته نه رسېږي.»

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د چارواکو سفرونه د دغه کال له نورو سیاسي پېښو ګڼل کېږي.

د ۱۴۰۱ کال د کب پر درېیمه، د پاکستان د ای اېس ای د مشر او د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د دغه هېواد یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی.

دغه پاکستاني پلاوي د رياست الوزرا له اقتصادي مرستیال، د دفاع له سرپرست وزیر او د سرپرست حکومت له ځينو نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.

هغوی د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې پر ډيپلوماټيکو اړیکو، امنیتي، سرحدي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي کابل ته راغلل او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د ۱۴۰۱ کال د مرغومې په ۲۷مه، د دغه سازمان مرستیالې امنه محمد او د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په څلورمه، د دغه سازمان بل مرستیال مارټین ګرېفټس په لنډه موده کې په جلاجلا توګه افغانستان ته سفر وکړ، څو د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لېرې شي، خو ظاهراً د هغوی سفرونو مثبته پایله نه لرله.

آمنه محمد له مولوي هبت الله سره د کتنې لپاره کندهار ته ولاړه، څو د افغان ښځو ستونزې له هغه سره له نږدې شریکې کړي، خو د اسلامي امارت مشرتابه دغه کتنه ونه منله.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ١۴٠١ کال د کب په ٢٥مه، د دوو پرېکړه لیکونو مسودې تصويب کړې؛ یوه مسوده د یوناما د ماموریت د غځېدو او بله یې د افغانستان په تړاو نړۍوالې ټولنې ته د وړاندیز د وړاندې کولو لپاره د ارزونې د یوې ډلې د جوړېدو په تړاو وه، چې دغه کار د اسلامي امارت له هرکلي سره هم مخ شوی دی.

خو د اساسي قانون د تدوین، د رسمي کابینې د اعلان او د ملي بېرغ په څېر مهم موضوعات هغه مسایل وو، چې برخلیک یې څرګند نه شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه