Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان امنیتي وضعیت

اسلامي امارت په وروستي یوه کال کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ځپلو په موخه ۷۰ عملیات ترسره کړي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې د سرپرست حکومت له خوا وړاندې کړل شوي، په دغو عملیاتو کې د داعش څه باندې ۱۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.

په کابل، بلخ، هرات او ځينو نورو ولایتونو کې د داعش پر پتن‌ځایونو د اسلامي امارت ځواکونو عملیات زور واخیست. د داعش ډلې دوه مشران اعجاز امین اهنګر او قاري فاتح د دغو عملیاتو په پایله کې ووژل شول.

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کابل، بلخ، بدخشان او کندوز ولایتونه شاوخوا ۱۲ ځلې خونړي بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې ۱۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امنیت ضد تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، مزار او هرات ولایتونو کې شوې دي. د وري په ۳۰مه، د دشت برچي پرعبدالرحیم ښوونځي برید کې ۲۰ زده کوونکي ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

تر هغې وروسته، په دارالامان کې یوه خانقاه، د کرېکټ نړۍوال لوبغالی، د وزیر اکبر خان جامع جومات، د هرات د ګذرګاه جومات، د کاج ښوونیز مرکز او په سمنګان ولایت کې جهادیه مدرسه هغه ځایونه وو، چې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې په نښه شول.

خو هغه برید چې د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو وشو، پراخ غبرګونونه یې راوپارلو. په دغه برید کې د هېواد ځينې ډيپلوماټان هم ووژل شول.

د همدې کال د کب په ۱۸مه، یو بریدګر د بلخ د جګپوړي سیمه‌ییز چارواکي دفتر ته ځان ورساوه او د دغه ولایت والي محمد داوود مزمل ته نږدې یې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دغه برید په پایله کې د بلخ والي او دوه تنه نور ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

دوه ورځې وروسته، د تبیان پر کلتوري مرکز برید وشو او په لومړي ځل د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال پنځه خبریالان ټپیان شول.

د ډېری دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست. هغه ډله چې امریکا او لوېدیځ یې تل په افغانستان کې پر حضور اندېښنه څرګنده کړې ده.

  د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر مایکل کوریلا وايي:«زما د قومندانۍ اټکل دا دی چې د داعش خراسان څانګه کولای شي په شپږو میاشتو کې له کوم مخکیني خبرداري پرته، د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو پر ضد عملیات ترسره کړي.»

سږ کال ډیپلوماټیک ځایونه هم د بېلابېلو بریدونو شاهد وو. د روسیې او پاکستان پرسفارتونو او په کابل کې د چینایانو پر استوګنځي بریدونه وشول.

په دغو بریدونو کې د پاکستان سفیر له بریده روغ ووت، خو د روسیې پر سفارت په برید کې دوه روسي ډیپلوماټان ووژل شول.

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۱ مه، درېیو بریدګرو د کابل په نوی ښار کې د چینایانو پر استوګنځي برید وکړ، دغه برید ډېر غبرګونونه راوپارول.

د دغه برید په پایله کې ۳ تنه ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.

د سپینې ماڼۍ د ادعا له مخي، د القاعدې تر ټولو جګپوړی غړی د کابل ښار په یوې ډیپلوماټیکه سیمه، شیرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له لوري په نشه شو.

یوه ورځ وروسته، یعنې  د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۱مه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې هکله د زمري په ۱۱مه ویلي و:«د شنبې په ورځ او زما د حکم پر بنسټ، امریکا په کابل کې یوه بریالی هوايي برید ترسره کړ، چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو لامل شو.»

دې ته په غبرګون کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست په یوې خبري غونډه کې د افغانستان پر فضا د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پر ګرځېدو نیوکه وکړه

د محمد یعقوب مجاهد په وینا، دغه، الوتکې له پاکستانه د افغانستان خاورې ته راځي.

د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هغه مهال څرګنده کړې وه:«زما د معلوماتو پر بنسټ، له پاکستانه افغانستان ته راننوځي او د پاکستان له هوايي حریمه ګټه اخلي.» 

سرپرست حکومت د وږي په نهمه، د بګرام په اډه کې چې د امریکا تر ټولو لویه اډه ګڼل کېده، پوځي پرېټ ترسره کړ، په دغو مراسمو کې د هغې قطعې په ګډون چې سرپرست حکومت یې د فدایانو قطعه بولي، بیلابیلو قطعې پرېټ ترسره کړ.

بل خوا، ځينې هېوادوال وایي، چې په دغه لمریز کال کې چې تېر شو، په هېواد کې امنیتي پېښې د تېرو کلونو پرتله کمې وې.

د کابل اوسېدونکی وحید وايي:«امنیت د جمهوریت له دورې ښه دی. خو بیا هم په کابل کې غلا شته، داسې نه ده چې په بشپړه توګه تامین شوی وی.»

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان سرحدي ترینګلتیاوې بي مخیني وي. په دغه کال کې د اسلامي امارت ځواکونه دوه ځلي له ایراني، یو ځل له ازبیکستاني او اته ځلي له پاکستاني ځواکونو سره ونښتل. دغو نښتو په تېره بیا، د بولدک - چمن پر لار مرګ ژوبل هم لرله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه