Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ښځو کار ځنډېدو له امله «د اقتصادي وضعیت» د خرابېدو په هکله ګواښ

د امریکا د سولې انسټېټیوټ نوی راپور څرګندوي چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته، افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ شوی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې له کاره د ښځو منع کېدو له امله، په افغانستان کې بشري مرستې کمې شوې دي.

په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د ښځو پر کارکولو بندیز د افغانستان د خلکو پر هوساینې ناوړه اغېز کړی او افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدو لامل شوی او بشري مرستې به نورې هم کمې شي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي:«کله چې واکمن حکومت له مرستندویانو سره په مخالفت کې دی او د خپلو خلکو په تېره بیا د نجونو او ښځو هوساینې ته زیان رسوي، د ښځو پر تحصیل او په موسسو کې د هغوی پر کار بندیز، دغو ستونزو او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته سختې اړتیا ته په پام سره، له افغانستان سره د پراخو مرستو له دوامه ملاتړ د کمېدو په حال کې دی.»

اقتصاد وزارت وایي، چې دغه وزارت د مرستندویو بنسټونو پر کار محدودیت نه دی لګولی. د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې اوس‌مهال په هېواد کې ۳۶۰ نا دولتي بنسټونه فعالیت لري، چې ډېری دغه بنسټونه د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله څرګندوي:«دم‌ګړۍ دنننه هېواد کې ۳۶۰ موسسې فعالیت لري. چې عمدتاً د دوی فعالیت مرستندوی او بشرپاله دی.»

بل خو، د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز به ، د بشري مرستو د کمېدو لامل شي

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز په ځآنګړې توګه هغه بنسټونه چې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي کولای شي چې د دغو بنسټونو پر کار او خدمتونو منفي اغېز ولري.»                                             

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود هم وویل:«نړۍوالې تولنې مرستې، حتا خپلې بشرپاله مرستې په افغانستان کې سیاستونو ته اړوند او د ښځو کار پورې اړلې دي.»

د امریکا د سولې انېسټيټیوټ هیله څرګنده کړې ده، چې د افغانستان بانک ۳،۵ مېلیارډ ډالره به چې په امریکا کې پاتې دي، بالاخره د افغانستان په واک کې ورکړل شي.

اقتصاد وزارت وایي، چې دغه وزارت د مرستندویو بنسټونو پر کار محدودیت نه دی لګولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه