Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له کبله د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو نیوکه

یو شمېر خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري.

د دوی په وینا، د سرپرست حکومت د ځینو وزارتونو او بنسټونو ویندویان له رسنیو سره پر وخت همکاري نه کوي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خبریال مصطفی شهریار وايي: «له بده مرغه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، نه‌شو کولای پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی ولرو.»

خبریال محمد رقیب فیاض زیاتوي: «د شعارونو خلاف، تر دې دمه اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې اسانتیا نه‌ده راغلې، خبریالانو او رسنیو ته پر وخت اطلاعات نه‌ورکول کېږي.»

له دې سره سم د رسنیو ملاتړي بنسټونو مسوولین اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو اساسي حق ګڼي او زیاتوي، چې ټول دولتي بنسټونه باید په دې برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي زیاتوي: «اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو اساسي حق دی. د دولت د فعالیتونو په اړه له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې رسنیو او خبریالانو ته کره او منظم معلومات ورکړي.»

بل‌خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي برخه کې يې د خبریالانو د ستونزو هوارۍ په موخه څو ځلې غونډې کړي او هڅه کوي چې دا ستونزه د تل لپاره حل کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي وايي: «ویاندویان د همدې لپاره ټاکل شوي چې باید معلومات ورکړي، که رسنۍ له داسې یو مورد سره مخامخ کېږي، دوی دې موږ ته مراجعه وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین له رسنیو او خبریالانو غواړي، د سرپرست حکومت هره اداره کې چې له رسنیو سره اطلاعات نه شریکوي؛ نو د دغه وزارت مسوولان دې پرې خبر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه