Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ځینو شمالي ولایتونو کې ملخانو کروندګرو ته زیانونه اړولي

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان وايي، د هېواد په شمالي ولایتونو کې ملخانو د یو شمېر کروندګرو پر کښتونو یرغلونه وړي او هغوی ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

یاد سازمان زیاتوي، د ملخانو په‌دې یرغل سره په ځينو شمالي ولایتونو کې څه باندې شپږ زره هکټاره کروندې لمنځه تللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان استازی  ریچارډ ټرنچارډ وايي: «د مراکش ملخان له اقتصادي پلوه په نړۍ کې ترټولو اغېزناک نباتي آفت ګڼل کیږي. دا ملخان  له ۱۵۰ ډوله زیات بوټي او له ۵۰ ډوله ډیر خوراکي محصولات خوري او له مینځه وړي.»

د  ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د استازي په وینا، اوسني وضعیت ته په پام سره اړتیا ده، چې له کروندګرو سره ژر تر ژره مرستې وشي.

ښاغلی ټرنچارډ وايي: «موږ اړتیا لرو چې ډاډ تر لاسه کړو هغه کورنۍ چې ښایي هرڅه له لاسه ورکړي، کولای شي خپل د اړتیا وړ توکي تر لاسه کړي. سره له دې، خلک به لا هم بیړنیو کرنیزو مرستو ته اړتیا ولري. موږ باید د راتلونکي کال لپاره چمتووالی ولرو، ځکه چې د مراکش د ملخانو یوه بله ځانګړتیا دا ده چې کولای شي په کال کې سل چنده وده وکړي. هغه څه چې موږ یې کولو ته اړتیا لرو، دا دي چې ډاډه شو چې په راتلونکي کال کې د دغو ملخانو  د لا بد یرغل شاهدان و نه اوسو.»

په غور ولایت کې یو شمېر کروندګر، په وروستۍ یوې اوونۍ کې پر خپلو کروندو د ملخانو د یرغل د ګواښ خبره کوي.

یو کروندګر نجیب الله وايي: «مراکشي ملخانو زما ۳۰۰ جریبه د غنمو کښت او ۳۱ زره جریبه نوره ځمکه چې په کلیو کې وي، له منځه وړې ده.»

بدخشان، بادغیس، بلخ، کندز، سرپل، سمنګان او تخار هغه ولایتونه دي چې د ملخانو د یرغل له امله ډېر زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه