Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ګاونډیو سره پر نېکو اړیکو د اسلامي امارت تينګار

د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې وايي چې افغانستان له ټولو ګاونډیو سره د ښو او نېکو اړیکو غوښتونکی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وايي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.  

ښاغلي حقیار زیاته کړه:«ټرانزیټ، افغانانو ته د ویزو پر اسانتیا، په سرحداتو کې پاکستان ته د افغانانو پر اوښتو باندې د ستونزو، د افغانان کډوالو پر وضعیت او افغان کډوالو ته پر خدماتو او نور هغه مورودونو باندې چې د دواړو ته په زړه پوري وو په دې موضوعګانو بحث وشو.»

ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت له کونسل سره په لیدنه کې زیاته کړې چې د افغانستان استازولۍ دې له دغو هېوادونو سره د نېکو اړیکو او ډیپلوماټیکو مناسباتو د ټینګښت لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم افغانستان سره د نړۍ د اړیکو پر ښووالي ټینګار کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:«اوس دوی مسوول دي چې دوی د افغانستان په ابادولو کې، د افغانستان هغه کنګل شوې پیسې، د افغانستان بهرني او کورني او نړۍوال روابط دا باید له موږ سره قایم کړي.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د پاکستان سفیر سره په لیدنه کې د ویزو د ستونزو پر هوارۍ او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل څرګندوي:«په دې ناسته کې د هېوادوالو د تګ را تګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان سفارت او بهرنیو چارو وزارت د کونسلي ریاست د یوې ګډې کمېټې په جوړېدو توافق ترسره شو. په ځانګړې توګه د لارو په اوږدو کې د تسهیلاتو په راوستو او د تګ را تګ په برخه کې د خدماتو د وخت په زیاتېدو هم خبرې وشوې.»

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت د بیاځلې رسېدو، نږدې دوه کاله تېرېږي، خو تراوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه