Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حق‌ابې د ستونزې د حل لپاره د سیاسي کمېسیون د غونډې ترسراوی

د سرپرست حکومت سیاسي کمېسیون په خپلې نوبتي غونډه کې د ایران پر حق‌ابې د غور لپاره د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون پر پلي کېدو ټينګار کړی دی.

 د دغه کمېسیون غړي د ایران د حق‌ابې د ستونزې د حل لپاره د دغه تړون عملي کېدل مناسبه حل لار ګڼي.

د دغه کمېسیون غړو همدارنګه له ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ایران سره پر ښو او مثبتو اړیکو ټينګار کړی دی او له ایران سره نېکې اړیکې د اسلامي امارت د سیاستونو یوه برخه ګڼي. 
 
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او کفیل د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وايي:«د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې موږ له خپل ګاونډي ایران سره نېکې اړیکې غواړو چې د حق‌ابې په هکله د ۱۳۵۱ کال معاهده محترمه وشمېرل شي او د دغې معاهدې ټول حقوقي اړخونه مرور کېږي او حق باید حق دار ته ورسېږي.»  

بل خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د سیاسي کمېسیون په غونډه کې د ایران د حق‌ابې ټول اړخونه وڅېړل شول.
   
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وویل:«په دې ناسته کې د موضوع اړوند ټول اړخونه په تفصیل او دقت سره تر بحث لاندې ونیول شول. د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ هجري شمسي کال پر شوي تړون ټینګار وشو او د راپورته شوي کړکېچ د حل لپاره یې د یاد تړون رعایتول غوره لار وګڼل شوه.»

یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې ایران په وروستیو پنځو لسیزو کې د هلمند له سینده تر خپلې حقآبې ډېرې اوبه اخیستې دي.
    
د اوبو او چاپېریال ساتنې د چارو متخصص نجیب الله سدید څرګندوي:«زما په اند اصلي ستونزه دا ده چې ایران د هلمند په اوبو ځان ډېر تکیه کړی دی. په تېرو ۵۰ کلونو کې چې افغانستان نه دی توانېدلی خپلې اوبه مدیریت کړي. ایران پر هغو اوبو چې څېښتن یې نه دی ډېره پانګونه کړې ده او اوبه یې حتا د هلمند له اوبیزې حوزې بهر زاهدان ته اوبه لېږدوي، نو خپله اتکا یې بېخي زیاته کړې ده.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د ایران د حقآبې په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه