Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې یوازېنی پاتې سېک: هېڅ‌کله خپل هېواد نه پرېږدم

د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې یوازېنی پاتې افغان سېک وایي، له هېواد سره بې‌سارې مینه لري او هېڅ‌کله به له ترې و نه وځي.

جګموهن سینګ د ګیلې په ډول وایي، د نورو افغانانو پرتله ورته په ټیټه سترګه کتل کېږي او په خبره یې، که اسلامي امارت یې سرپناه، عبادت ځایونه جوړ او د کار زمینه ورته برابره کړي، ډېری سیکان او هندوان به بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

په پکتیا کې پاتې يوازېنی افغان سېک جګموهن سېنګ وايي: «زه یوازې یم، زما ټوله کورنۍ هند ته تللې، خو وطن په موږ ګران دی، هغوی ووتل، خو زه نه وځم، وطن ټول خالي شو، موږ یوه-یوه کورنۍ پاتې یوو، خپل کاروبار هم کوو.»

سینګ وایي، سره له دې چې کورونه او عبادت ځایونه یې په شاړه ځمکه بدل شوي، د نوموړي کورنۍ له هېواده وتلې او دی په یوازې سر په دې کرایه شوې خونه کې ژوند او عبادت کوي.

جګموهن سينګ زیاتوي: «له دولت نه دا هیله لرو چې زموږ خلک بېرته دلته راځي، موږ ته ځای راکړي چې هلته کور او دوکان هم جوړ کړو او یو بازار هم جوړ کړو.»

په زوړ ګردېز ښار کې پخوا د افغان سيکانو او هندانو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو د کورنيو جګړو له امله نورو ولايتونو ته بې‌ځايه او ځينې یې بهر ته کډوال شول چې اوس‌مهال یې تر ډېره کورونه او عبادت ځايونه وران شوي دي.

د دې سيمې مشران له افغان سيکانو او هنداونو خورا ښې خاطرې لري.

د ګردېز د زاړه ښار اوسېدونکی علي شاه خان وايي: «ځینې غزني او جلال‌اباد ته لاړل، اوس هم کله-ناکله راځي، ځینې کورونه یې شته، څه ړنګ دي، څه ودان دي او په کرایه یې ورکړي دي.»

د ګردېز د زاړه ښار اوسېدونکی غلام غوث‌الدين زیاتوي: «دا دوه ډلې وې، یو د سکانو ډله وه، یوه د هندوانو، په یوې سیمه کې د هندوانو معبد و، په دې بله سیمه کې د سیکانو ځای و. ډېره ښه چلن یې کاوه.»

بل‌خوا پکتيا کې مسوولان بيا د ښاغلي سينګ د ژوند او حقونو د خونديتوب ډاډ ورکوي او له تللو افغان سيکانو او هندوانو غواړي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلاميار  زیاتوي: «اوس په بشپړه توګه د امنیت په فضا کې ژوند کېږي او د کار زمینه هم جوړه شوې ده، هېڅ ډول ستونزه او مشکلات نه‌شته؛ نو دوی ته هم موږ دا اطمنان ورکوو چې دوی دې خپلې ورځنۍ چارې په ډاډمنه توګه پر مخ یوسي.»

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې هغه کوڅه په خپل ځای پاتې ده چې تر ډېره په‌کې د افغان سيکانو او هندوانو دوکانونه وو، د سيمې د خلکو په خبره تر ډېره دوی په‌کې د سروزرو کاروبار کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه