Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبداللطیف منصور: د ایران حق‌ابې مساله سیاسي کول د هېچا په ګټه نه‌ده

د هلمند له اوبو د حق‌ابې په تړاو د ایران له غبرګونونو وروسته، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور  له تهران سره د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ د خبرو له لارې د اختلافونو پر لرې کېدو ټينګار کوي.

د اسلامي امارت د کابینې دغه غړی له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د هلمند له اوبو د حق‌ابې په تړاو شوې هوکړه د هر ډول ستونزې د هواري حل لاره ده.

ښاغلی عبدالطیف منصور  زیاتوي: «اسلامي امارت چې دلته راغلی، د کمیسارانو په کچه مو له دوی (ایران) سره ناستې کړې دي، دا هم د معاهدې د روح یوه تقاضا ده چې کله یوه ستونزه راځي، هغه کمېساران چې په هغوی کې تخنیکي کسان او لوړپوړي چارواکي هم وي، د اسلامي امارت د اوبو معین صاحب په راس کې هم وي او د دوی د اوبو معین هم د پلاوي په راس کې وي، له تخنیکي کسانو سره دې راشي، په‌دې اړه دې بحث وکړي او د حل لار موجود ده.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له ایرانه غواړي چې د حق‌ابې مساله سیاسي نه‌کړي او په وینا یې له پاروونکو څرګندونو چې د دواړو هېوادونو په زیان دي، ډډه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي: «دغه د حل یوازېنۍ لار ده، هغوی دې راشي، د دوی سفارت دلته شته، زموږ سفارت هم هلته شته، زموږ هم د بهرنیو چارو وزارت شته او د دوی هم شته، له دې لارې دې دوی سره خبره وکړي، یو ځای به کېنو او د دې مسالې په اړه به بحث وکړو.»

د چارو شنونکي هم د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ له لارو د ایران د حق‌ابې په تړاو د ستونزې پر حلېدو ټینګار لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج وايي: «ایران په کور دننه او همداراز په سیمه کې له لوېدیځو او عربي هېوادونو سره ستونزې لري، پوهېږي چې دلته ستره شخړه رامنځ‌ته کېږي او دا به د دواړو په زیان وي، په همدې خاطر له یو ډول فشار څخه کار اخلي، څو خپله ګټه اوبه مهال کړي او یا پر طالبانو ځینې خپل سیاسي او سوداګریز مسایل ومني، دا یوازې د دې لپاره او له سخت او نرم سیاسته ګټه اخلي، هم خپله خبره کوي او هم خبرو ته سره کېني.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله د هېواد په سیندونو کې د اوبو کچه راټيټه شوې او په وینا یې، که چېرې اوبه ډېرې شي؛ نو د ۱۳۵۱ کال د تړون له‌مخې به د ایران حق‌ابه ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه