Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وسپنې پټلۍ نړیوالې ټولنې ناسته کې د اسلامي امارت د استازي ګډون

په ترکیه کې د اسلامي امارت د استازو په ګډون سره د وسپنې پټلۍ نړیوالې ټولنې غونډه تر سره شوه.

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ویاند وايي، په‌دې غونډه کې غړو هېوادونو ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

عبدالسمیع درانی وايي: «په دغه مجلس کې د غړیو هېوادونو استازو ډاډ څرګند کړ چې دوی به د افغانستان د وسپنې پټلۍ په پراختیا او سیمه‌ییز اتصال کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د کارکوونکو په روزه کې مرسته کوي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد جغرافیايي موقعیت ته په کتو، مرکزي اسیا به د افغانستان له لارې د آسیا له سویل سره ونښلول شي او په‌دې سره به سوداګریزې چارې پراخې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «که دا کار وشي، موږ کولای شو د مرکزي اسیا او سویلي اسیا له ټرانزیټه په کلني ډول دوه تر دوه نیم مېلیارډه ډالره تر لاسه کړو.»

له دې سره سم، ځينې سوداګر هم د صادراتو د ودې لپاره د وسپنې پټلۍ پراخېدل مهم ګڼي.

محبوب‌الله محمدي زیاتوي: «د اورګاډي پټلۍ زموږ د هېواد د صادراتو یوه مهمه برخه ده، د صادراتو زیاتوالی او نړیوالو بازارونو ته د خپلو محصولاتو رسول، په اسنادو او نړیوالو اړیکو کې اسانتیا رامنځ‌ته کول، به هم د دې نړیوالې پروژې لپاره اغېزناک وي.»

دمګړۍ افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې له ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره نښلول شوی او ټاکل شوې ده چې د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې په عملي کېدو سره له پاکستان سره هم ونښلول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه