Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قرغیزستان په غونډه کې افغانستان کې د ثبات او بشري حقونو پر رعایت ټنیګار

د اروپايي ټولنې - منځنۍ اسیا د دویمې غونډې ګډونوالو په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دغه هېواد کې یې پر پراختیا، امنیت، سولې او ټیکاو ټينګار کړی دی.

د اروپا د شورا رییس په دغې غونډه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د اروپا د شورا رییس چارلز مېشل ویلي:«په منځنۍ اسیا کې موږ د افغانستان له اړخه له ګواښ سره مخامخ یوو. په دې برخه کې مو تل خپلې اندېښنې شریکې کړي دي او دا لا هم زموږ لپاره مهمه ده چې افغانستان یو باثباته او سوله‌ییز هېواد وي او یو داسې ټول‌ګډونه حکومت ولري چې بشري حقونه تضمین کړي.»

خو د قرغیزستان ولسمشر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو د مسئلې پر حل ټینګار کړی دی.

د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف وايي:«موږ په افغانستان کې د زده‌کړې او کار په برخه کې د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د نړۍوالې ټولنې په اندېښنه کې شریک یوو. د قرغیزستان جمهوریت د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د دوه اړخیزو تماسونو په لړ کې او په نړۍوالو ځایونو کې د پېښو د مشارکت د یوې برخې په توګه، د اسلام له دین او شریعته د درک پر بنسټ، د افغان ښځو د تحصیل و کار پر حق ټینګار کړی دی.»

بل خوا، د ترهګرۍ مسئله او د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونه د دې غونډې د ګډونوالو ګډه اندېښنه وه.

د تاجیکستان ولسمشر ادعا کړې ده، چې د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د ترهګرو د روزنې پرځای بدل شوي دي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان څرګنده کړه:«موږ لازمه ګڼو، چې له افغانستان سره د پولې د ټینګولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړو. د افغانستان خاوره، په ځانګړې توګه د دې هېواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د نړۍوالې ترهګرۍ پر روزن‌ځای بدل شوي دي.»

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف هم په دې هکله وايي:«له اروپایي ټولنې سره زموږ دوامداره پراختیا او څو اړخیزه ملګرتیا په مستقیم ډول د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمې په امنیت او ثبات پورې تړلې ده.»

بل خوا، د دې غونډې ځينو ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره خپلې مرستې کمې نه کړي.
  
 د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل:«د افغانستان ستونزه زموږ په لومړیتوب کې ده. له بده مرغه په ​​افغانستان کې بشري وضعیت په چټکۍ سره مخ پر خرابېدو دی.
موږ له خپلو شریکانو غواړو، چې له افغانانو سره بشري مرستې کمې نه کړي، موږ چمتو یوو چې د دغو موخو لپاره په ترمز کې لوژسټیکي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارو.»

خو اسلامي امارت وایي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او د بشري حقونو او د نظام د جوړښت مسایل د هېواد کورني مسایل دي، چې د شریعت او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې تامین شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د نظام جوړښت او نور مسایل چې تاسو یې یادونه وکړه، هغه موردونه دي چې د افغانستان په خپلو پورې تړاو لري. اسلامي امارت باید د هېواد د خپل هېواد د لویو ګټو په چوکاټ کې او د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په خپله پرېکړه وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم په دې هکله څرګندوي:«قزاقستان او له هغې مخکې په سمرقند او کندهار ته د قطر د لومړي وزیر په سفر کې، له سرپرست حکومته مشخصې غوښتنې شوې دي او د کړکېچ د لپاره باید دننه له افغانستانه بدلون رامنځته شي.»
 
د دې غونډې ګډونوالو د سیاسي او امنیتي خبرو او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې د ځانګړو استازو د غونډو په لړ کې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا د غونډې پر دوام ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه