Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: کلیو کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو نشتوالی «یوه ستونزه» ده

د پوهنې وزارت چارواکو نن (شنبې، د غبرګولي په ۱۳مه) په یوې غونډه کې ویلي چې په کلیو کې د ښوونځيو د ودانیو او ښوونکو نشتوالی د هېوادوالو اصلي ننګونې او ستونزې دي.

د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو رییس ادعا کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې برخه کې په هېواد کې هېڅ کار نه دی شوی او هېوادوال په لېرې پرتو سیمو کې د ښوونکو او د ښوونځیو د ودانیو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی په هېواد کې د زده کړو پر لا ښې زمینې برابرولو ټینګار کوي.

د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو رییس عبدالرزاق صدیقي وايي:«ستونزه د ښوونکو په نشتوالي کې ده او تر انقلاب مخکې او د روسانو تر یرغل وروسته په هېواد کې ښوونځيو شتون نه درلود، چې اوس هم یادې سیمې له ښوونځیو محرومې پاتې دي.»

د بامیانو والي عبدالله سرحدي هم وویل:«په افغانستان کې په ډېرو سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو ودانۍ نشته او بل ستونزه د ښوونکو ده، چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.»

له دې سره سم، د غزني والي له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.

د غزني والي محمد امین عمري څرګندوي:«په غزني ولایت کې ۳۷ داسې کلینکونه موجود دي، چې ودانۍ نه لري او په شخصي ځایونو کې فعالیتونه ترسره کوي.»

د پنجشیر ولایت د دفتر رییس د شمېرو له مخې په دې ولایت کې له ۳۵ ډېر ښوونځي ودانۍ نه‌لري.

د پنجشېر ولایت د دفتر رییس عبدالمتین عزام وویل:«په پنجشنېر کې له ۳۵ ډېر ښوونځي شته چې په شخصي کورونو کې دي او د وزارت معارف له لوري په کرایه نیول شوي دي.»

ورته مهال په دې ناسته کې د یوه مرستندویه بنسټ مسوول وايي، چمتو دي چې خلکو سره د زده‌کړو، روغتیا او کرهنې په برخو کې مرسته وکړي.

د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنسټ انجنیر احمد خالد سلیمان خېل وايي:«موږ به د هېواد ۳۴ ولایتونو کې، یعني د هر ولایت په کچه به یو- یو معیاري ښوونځی جوړ کړو او دا به له ټولو اسانتیاوو برخمن وي.»

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه کاله کېږي په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه