Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاشفي: د اسلامي امارت ځواکونو شپږ ساعته بندي کړی او وهل ټکولی یم

خبریال سید راشد کاشفي ادعا لري چې د رپوټ د چمتو کولو پر مهال د اسلامي امارت ځواکونو له خوا د شپږو ساعتونو لپاره بندي او وهل ټکول شوی دیم.

د هغه په وینا لا هم د هغه د خبریالۍ وسایل د اسلامي امارت له ځواکونو سره دي.

سید راشد کاشفي له نهو کلونو راهیسې په کابل کې په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی او دم ګړۍ هم له یوې رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کوي.

دی وايي، تېره ورځ د یوه رپوټ د چمتو کولو پر مهال د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري وهل ټکول شوی دی.

ښاغلی کاشفي زیاتوي:«لاسونه یې راوتړل او زه یې بوتلم، نه پوهېږم چې چېرته یې بوتلم؟ او له ما یې څېړنې وکړې چې چېرته کار کوئ، ومې ویل چې خبریال یم. له حکومته غواړم چې زما موضوع جدي وڅېړي او خبریالانو او د هغوی امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.»

له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي چې د اطلاعاتو د راغونډولو پر مهال له خبریالان سره تاوتریجن چلن اطلاعاتو ته د لاسرسي د مخنیوي لامل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي تولنې مسوول مسرور لطفي وايي:«د اطلاعاتو د راغونډولو په لړ کې د خبریال وهل ټکول د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل دی، او د اطلاعاتو ته د لاسرسي په وړاندې د رامنځته کېدو لامل دی او د دغه ډول وضعیت دوام د افغانستان د خبریالانو ټولنه یې اندېښمنه کړې ده.»

له دې ټولو سره سره کورنیو چارو وزارت وايي، دغه دوسیه به وڅېړي او عاملین به یې هم د قانون منګلو ته وسپاري.
                            
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عزام  وویل:«د کابل ټامیز خبریال راشد کاشفي پېښه تر څېړنې لاندې ده، د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی او د خبریالانو او رسنیو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.»

د ژونالېستانو د ملي ټولنې غړو تر دې مخکې ویلي وو چې، په هېواد کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پیښې ثبت شوي او په وینا یې ۹۰ سلنه یې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه