Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې پر خبریال برید؛ یوې اوونۍ کې د تاوتریخوالي ۵ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو ملي ټولنه وايي چې په یوې وروستۍ اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې پنځه موردونه ثبت شوي دي.

د دغې ټولنې په وینا، د روانې اوونۍ په لړ کې په کابل، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو کې خبریالان د فېزیکي تاوتریخوالي او خپل سرو نیونو شاهد وو.

تېره ورځ ماښام، د افق اژانس خبریال جاوېد یوسفي هغه مهال چې د کور په لور روان و، د کابل ښار په دیارلسمې حوزه کې د وسله والو کسانو له خوا پرې برید وشو او شدیداً ټپي شو. ښاغلی یوسفي وايي چې له چا سره شخصي دښمني نه لري.

یوسفي وویل:«څلور تنه وو چې زه یې تعقیبولم او دوه تنو پر ما برید وکړ او په چاکو یې په اوږه ووهلم. له ما ډېره وینه بهېدله.»

خبریال بهنود بهنود وویل:«د اطلاعاتو خپرول د ټولو حق دی او د خبریالانو دا کار جرم او یا له حکومت سره په ټکر کې نه دی.»

اخوا په کندوز کې د پیشګو د خبري آژانس خبریال او په دغه ولایت کې د ژورنالیستانو د ټولنې استازی د ځایي ادرې له لوري په نامعلوم علت ونیول شو او له څو ساعته پلټنو وروسته بېرته خوشي شو.
  
خبریال فصیل نوري څرګنده کړه:«دا ډول پېښې خبریالان له کاره د خبریالانو زړه سړه وي. تر هغې چې زه ملي امنیت ته وړ شوی نه وم نه پوهېږدم چې چا زه یې چېرته بیولی یم.»

د افغانستان د ژورنالیستانو د عمومي شورا رییس  حفیظ الله بارکزی وايي:«هغه کسان چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل کېږي باید د حکومت له لوري وپېژندل او ونیول شي.»

بل خوا یو شمېر خبریالان او د رسنیو ملاتړې ادارې وایي چې نوي حکومت د بیان آزادې ته پر خپلې کړې ژمنې عمل نه دی کړی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د رسنیو په محتوا کې لاسوهنې زیاتېږي.
 
خبریال تمیم شهیر وویل:«له بده مرغه نوي حکومت په افغانستان کې د بیان ازادۍ په هکله چې کومې ژمنې له نړۍوالې ټولنې سره کړې وې، پرې عمل نه دی کړی او هره ورځ د خبریالاۍ کاري چاپېریال محدود کېږي.»

د خبریالانو د ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی او د دغو پېښو د تعقیب لپاره باید حکومت جدي عمل وکړي.»

خو د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو د څېړلو خبره کوي.
 
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل عزام وویل:«حکومت د تاوتریخوالي دوسیو ته د رسېدنې په چاره کې جدي عمل کړی دی او په دغو پېښو کې دخیل کسان په ګوته او مجازات کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په ۳۷ هېوادونو کې نژدې ۳۰۰  خبریالان بندیان شوي او ۲۴۰ تنه نور وژل شوي دي چې د دې کمېټې په وینا ډېری دا پېښې په افغانستان کې شوې دي. 

د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په ۳۷ هېوادونو کې نژدې ۳۰۰  خبریالان بندیان شوي او ۲۴۰ تنه نور وژل شوي دي چې د دې کمېټې په وینا ډېری دا پېښې په افغانستان کې شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه