Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مالي ستونزو  په اړه د سیمه ییزو رسنیو د مسوولینو اندېښنې

تېره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو په ځانګړي ډول د راډيوګانو مسوولينو په کابل کې د رسنيو پر وړاندې پر شته فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې.

چارواکي وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې په يو شمېر ولايتونو کې ډېرې راډيوګانې د مالي ستونزو او د معلوماتو د نه لاس رسي له امله تړل شوې دي.

د سولې پيغام راډيو مشر زاهد انګار وويل: "موږ کم عايد لرو، خو لګښتونه مو ډېر دي."

د رسنیو دغه مسوولین وايي، په ولایتونو کې د رسنیو پر وړاندې د اطلاعاتو پر بهیر محدودیتونه او د ښځو پر وړاندې د کار د دوام د مخنیوی سره مخامخ دي.

په تخار ولایت کې د ریحان راډیو او ټلویزیون مالکې کماله سحر وویل: "موږ اوس مهال په تخار کې له مالي ستونزو سره مخ یو او نه شو کولای خپلو رسنیو ته ښځینه کارکوونکې راولو".

په فراه ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو مشر ابراهیم محمدي وویل، "په فراه ولایت کې خبریالان حق نه لري چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له اجازې پرته له امنیه قمندانۍ او ولایتي چارواکو سره وګوري. "

دغو چارواکو د یوه پریکړه لیک په لوستلو له اسلامي امارت غوښتي چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په بدخشان ولايت کې د امو راډيو مشر عبدالبصير حقجو وويل: "د هېواد په ځينو ولايتونو کې چارواکو پر رسنيو محدوديتونه لګولي دي. موږ د اسلامي امارت له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړي."

په همدې حال کې د اسلامي امارت مسؤلین په هېواد کې د رسنیو پر وړاندې شته ننګونو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې رسنۍ باید په خپلو راپورنو کې ملي او اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رییس، عبدالواحد وویل، "تاسو باید د ملت غږ په داسې ډول منعکس کړئ چې د دولت او ملت مثبتې کړه نې خوندي کړي."

د لومړي وزير مطبوعاتي مرستيال جمال ناصر فرهمند وويل: "موږ به د خبريالانو د وضعيت د ښه والي او د رسنيو د حالت د ښه والي لپاره هر ډول زمينه برابره کړو."

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره په هېواد کې اویا رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې او د رسنیو ډېری کارکونکي له دندو ګوښه شوي او سختو کارونو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه